غزني ښار (پژواک، ١٥ ليندۍ ٩٦): په غزني کې يو شمېر بېځايه شوي کډوال تور پورې کوي چې مرستې د مستحقو کسانو پر ځاى دولتي مامورينو ته ورکول کېږي.
د غزني له ناوې ولسوالۍ بېځايه شوي کډوال خان محمد د ليندۍ په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له څه باندې يو کال راهيسې د غزني ښار د علي لالا په سيمه کې اوسېږي، خو تر اوسه يې مرسته نه ده ترلاسه کړې.
هغه وايي: ((موږ دلته پراته يو، تر اوسه مو چا پوښتنه نه ده کړې، زه يوازې درې زره افغانۍ د کور کرايه ورکوم، زموږ په نوم کومکونه راځي او دولتي مامورين يې ځان ته اخلي.))
هغې د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((ما په خپلو سترګو ليدلي چې کومکونه دولتي کسان اخلي، هېڅ ثبوت ته ضرورت نه لري.))
دغه راز د يوې بلې بېځايه شوې کورنۍ مشرې بي بي مروې پژواک ته وويل: ((مشر زوى مې په جنګ کې مړ شو، ښځه او بچيان يې راته پاتې دي، غزني ښار ته راغلي يو، خو څوک مو پوښتنه نه کوي.))
دې وويل چې د کار کولو يې څوک نشته نو نه شي کولاى چې د کور کرايه پوره او د خوراک او څښاک لپاره څه ترلاسه کړي.
دې هم وويل چې مرستې د مستحقو کسانو پر ځاى د دولتي کسانو خپل خپلوان ترلاسه کوي.
د غزني ښار اوسېدونکي رحمت الله پژواک ته وويل چې د سروې پر مهال دولتي کسان د مستحقو کسانو پر ځاى د خپلو مامورينو يا خپلوانو نومونه ليکي.
هغه وايي: ((تاسو پوښتنه وکړئ، په دې پنځو کلونو کې په شمار مستحقو کورنيو به کومکونه ترلاسه کړي وي، نور ټول دولتي کسانو او زورواکو اخيستي دي.))
د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.
د اړوندې موضوع په اړه د غزني د کډوالو چارو رييس خالقداد احمدي پژواک ته وويل: ((زه له رسنيو څخه هېڅ ښه خاطره نه لرم او ځان سره مې پرېکړه کړې چې له رسنيو سره خبرې نه کوم.))
خو د غزني د والي وياند محمد عارف نوري بيا وايي چې دوى ته هم داسې شکايتونه او عکسونه رسېدلي دي چې له مخې يې دولتي مامورين د بېځايه شوو او بېوزلو کسانو مرستې ترلاسه کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن