ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“پاکستان هوکړه کړې چې د افغان کډوالو د اوسېدو موده یو کال نوره هم غځوي”

“پاکستان هوکړه کړې چې د افغان کډوالو د اوسېدو موده یو کال نوره هم غځوي”

author avatar
6 Dec 2017 - 17:07
“پاکستان هوکړه کړې چې د افغان کډوالو د اوسېدو موده یو کال نوره هم غځوي”
author avatar
6 Dec 2017 - 17:07

کابل (پژوک، ١٥ ليندۍ ٩٦): د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې پاکستان د يوه بل کال لپاره په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدنې مودې غځولو هوکړه کړې ده.

د دغه وزارت رسنيز سلاکار حفيظ احمد مياخېل د ليندۍ په ١٥مه له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل چې پاکستان دغه هوکړه څو ورځې مخکې په ترکيه کې د درې اړخیز کمېسیون په ٢٩مې غونډه کې کړې ده.

هغه زياته کړه چې په دې غونډه کې د افغانستان او پاکستان د کډوالو چارو وزيران او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ استازو برخه اخيستې وه.

مياخېل وايي چې د افغانستان له لوري د کډوالو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي، د بهرنيو چارو وزارت مرستيال نصيراحمد اندېشه، د ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرائيه رياست سلاکارانو او د اړوند وزارت چارواکو ګډون درلود.

نوموړي وويل چې په دې غونډه کې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو پر ستونزو او اسانتياوو، په خپله خوښه د افغان کډوالو د ستنېدو، د ستنېدلو له پروسې سره د نړيوالو پر ملاتړ او او له پاکستان سره د کډوالو په برخه کې پر مرستو خبرې وشوې.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سلاکار حفيظ احمد مياخېل زياتوي چې په دې درې اړخيزه غونډه کې يو سند هم لاسليک شو چې له مخې به يې پاکستان تر راتلونکي يو بل (٢٠١٨ کال د ډسمبر ۳۱مه) کال پورې د افغان کډوالو د اوسېدو د نېټې له غځولو سره موافقه وکړه.

د هغه په وينا، پاکستاني پلاوي یاد سند له ځان سره وړى څو د دغه هېواد کابينه يې په رسمي توګه تاييد کړي.

ده زياته کړه چې د تېرې هوکړې له مخې په پاکستان کې په قانوني توګه د مېشتو افغانانو د اوسېدو نېټه د روانې مياشتې په ٣١مه نېټه پاى ته رسېږي.

مېاخېل وايي چې تېر کال د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په خپله خوښه له راستنېدونکو افغان کډوالو سره ډېرې مرستې کړې وې، خو سږ کال يې دا مرستې کمې کړې دي چې له امله يې د راستنېدونکو کډوالو شمېر هم کم شوی دی.

د هغه په وينا، افغان پلاوي د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ څخه غوښتنه وکړه چې دا مرستې ډېرې کړي څو په راتلونکي پسرلي کې د راستنېدونکو کډوالو لړۍ ګړندۍ شي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سلاکار وويل چې په ترکيه کې د افغانستان، پاکستان، ايران او ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمطشنرۍ تر منځ څلور اړخيزه غونډه هم وشوه.

نوموړي زياته کړه چې په دې غونډه کې د کډوالو پر ستراتيژيکو مسايلو او هغوى ته په اړوندو هېوادونو کې د زده کړو او روغتيا پر اسانتياوو خبرې وشوې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.