ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پاکستان کې نږدې  ٥٠٠ زره افغان کډوال نوي ثبت او راجستر شوي

په پاکستان کې نږدې ٥٠٠ زره افغان کډوال نوي ثبت او راجستر شوي

author avatar
6 Dec 2017 - 14:06
په پاکستان کې نږدې  ٥٠٠ زره افغان کډوال نوي ثبت او راجستر شوي
author avatar
6 Dec 2017 - 14:06

کابل (پژواک، ١٥ ليندۍ ٩٦): په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي چې په روان کال کې نږدې ٥٠٠ زره اسناد نه لرونکي افغان کډوال ثبت او راجستر شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان يواځې له دوى سره ثبت او راجستر شوي افغان کډوالو ته د قانوني اوسېدو اجازه ورکوي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت مرستيال زردشت شمس د ليندۍ په ١٥مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د نږدې اووه سوه زره قانوني اسناد نه لرونکو افغانانو نوم ليکنه د روان زېږديز کال د اګست (زمري) په مياشت کې پيل کړې ده.

د نوموړي په وينا، په تېرو څلورو مياشتو کې د اسناد نه لرونکو افغانانو د نوم لیکنې د بهیر له پيل څخه تر اوسه له ۴۸۲۱۰۴ څخه د زياتو نا راجستر افغانانو نومونه ثبت شوي دي.

شمس وايي، په پاکستان کې له قانوني اسنادو پرته د مېشتو افغانانو نوم لیکنه د ٢١ ټيمونو له خوا پر مخ وړل کېږي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، له ثبت شوو افغانانو څه باندې ١٩٦زره نارينه، نږدې ١٧٠زره زنانه او شاوخوا ١١٦زره يې ماشومان دي.

د افغانستان د سفارت مرستيال وايي، په پاکستان کې څه باندې یو میلیون او نهه سوه زره افغانان مېشت دي چې ل دغه شمېر څخه تر اوو سوو زرو پورې یې قانوني اسناد نه لرل.

زردشت شمس زياتوي، د پاکستان حکومت له افغان حکومت سره په دغه هېواد کې له قانوني اسنادو پرته د مېشتو افغانانو د نوم لیکنې يوه شپږ میاشتنۍ لړۍ پيل کړه چې د راتلونکي ٢٠١٨ زېږديز کال په لومړیو کې به دا پروسه بشپړه شي.

هغه وايي چې د افغانستان له خوا ۲۷ ملکي کارکوونکي د روان لمريز کال د زمري مياشتې له ٢٢مې څخه د دې پروسې د تطبیقولو په موخه پاکستان ته راغلى دى.

شمس زياتوي، دوى د پاکستان د کډوالو او سرحدونو چارو له وزارت (سيفران) د نادرا (د پاکستان د نفوسو د ثبت اداره) او افغان کمېشنرۍ سره په همغږۍ کار کوي .

د افغان سفارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال د اوه سوو زرو اسنادو نه لرونکو افغانانو تر څنګ شاوخوا يو ميليون او ٢٠٠ زره قانوني اسناد لرونکي افغان کډوال په پاکستان کې مېشت دي.

په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (يو اېن اېچ سي ار) د معلوماتو له مخې، سږ کال ٥٢ زره راجستر شوي او ٩٣زره غير راجستر شوي افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.