ښرنه (پژواک، ١٦ ليندۍ ٩٦): د پکتیکا په اورګون ولسوالۍ کې طالبانو د "عمر" په نوم راډیو فعاله کړې ده.
د اورګون ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، دا راډیو له تېرو څلورو ورځو راهیسې د ولسوالۍ په څو سیمو کې اورېدل کېږي.
د دې راډیو یوه اورېدونکي ريحان پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، دا راډیو د شپې له خوا خپرونې لري او د نشراتو د زیاتېدو اعلانونه هم خپروي.
هغه زياته کړه، د دې راډيو خپرونې تر ډېره ديني دي او د عمر په نامه د ايف ايم په بېلا بېلو څپو نشرات خپروي.
د پکتیکا امنیه قوماندان مل پاسوال محمد اعظم هاشمي دا مني چې وسله والو مخالفینو د ګیان ولسوالۍ په ساحو کې یوه سیاره راډیو فعاله کړې ده.
هغه وايي، دغه راډیو په یوه موټر کې فعاله شوې او د له منځه وړلو لپاره يې هڅې کوي.
د یادونی ده چې له دې نه وړاندې هم وسله والو طالبانو د راډیوګانو له لارې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې خپل تبلیغات کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن