ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان ملي مشارکت ګوند په ايران کې د محمد محقق وروستۍ څرګندونې وغندلې

د افغانستان ملي مشارکت ګوند په ايران کې د محمد محقق وروستۍ څرګندونې وغندلې

author avatar
7 Dec 2017 - 15:05
د افغانستان ملي مشارکت ګوند په ايران کې د محمد محقق وروستۍ څرګندونې وغندلې
author avatar
7 Dec 2017 - 15:05

کابل (پژواک، ١٦ ليندۍ ٩٦): د افغانستان د ملي مشاکت ګوند په ايران کې د محمد محقق وروستۍ څرګندونې وغندلې او د دې تر څنګ چې محقق يې ايران ته پر کار کولو تورن کړ، د "وحدت اسلامى مردم افغانستان" ګوند د لغوه کولو غوښتنه يې وکړه.

د راپور له مخې، د حکومت د اجرائيه رياست دويم مرستيال او د وحدت مردم افغانستان ګوند مشر محمد محقق تهران ته په خپل سفر کې د "اهلبيت مينه والو" په نوم جوړې شوې غونډه کې د فاطميون د لښکر چې د سوريې په جګړه کې د ګډون په موخه په ايران کې د مېشتو افغان کډوالو لپاره جوړ شوى، له اصلي طراح جنرال قاسم سليماني څخه مننه کړې وه.

ويل کېږي چې جنرال قاسم سليماني په ايران کې افغان ګډوال د سوريې په جګړه کې برخه اخيستو ته هڅوي.

محقق ويلي: "له ټولو جنګياليو څخه چې که هغوى له عراق، سوريې، ايران، افغانستان، پاکستان او د نړۍ له هرې برخې چې په دې جګړه کې ونډه اخيستې، دا په حقيقت کې د کفر او نړيوال استکبار د دسيسو پر وړاندې د اسلام جګړه وه، بريالي شول، له دوى څخه د زړه له کومې مننه کوم."

د ملي مشارکت ګوند مشر نجيب الله کابلي چې نن يې په کابل کې يوې خبري ناستې ته خبرې کولې، د محقق يادې څرګندونې يې د هېواد د ملي ګټو خلاف وبللې او ویې ويل: ((محقق بايد په تور تروريستي لېست کې درج شي او په کورنيو او بهرنيو بانکونو کې يې ټول حسابونه وتړل شي.))

هغه ادعا وکړه چې محقق له ايرانه پيسې اخلي او بيا يې د سوريې جګړې ته د افغان ځوانانو په هڅولو او نورو ايراني موخو لکه د افغانستان د اوسني نظام د نسکورولو لپاره کاروي.

کابلي د هغه مکتوب کاپي خبريالانو ته وښوده چې د محقق اړوند ګوند څو کسان د ويزې د ترلاسه کولو لپاره په کابل کې د ايران سفارت ته ور پېژندلي دي.

هغه په دې اړه وويل: ((هر وخت چې کوم ګوند او يا مقام غواړي څوک سفارت ته د ويزې اخيستلو لپاره معرفي کړي، بايد کار يې له اصلي مجرا چې د بهرنيو چارو وزارت دى، ترسره شي، خو دا چې محقق د ايران له سفارت سره نږدې اړيکه لري، هر وخت ځوانان سفارت ته ور پېژني، څو ويزه ترلاسه کړي او د سوريې په جګړه کې ګډون وکړي.))

هغه وويل: ((کوم ځوانان چې د محقق د همکارۍ په اساس سوريې ته تللي، د جنګي جرمونو لامل شوي، افغان حکومت بايد د وحدت اسلامي مردم افغانستان ګوند لغوه کړي او محقق هم محکمې ته ور وپېژني، څو نورو جنايت کارانو ته د عبرت درس شي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.