د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د رايې ورکولو مرکزونه تر ډېره هغو ولايتونو کې کم شوي چې زيات راستانه شوي کډوال لري

د رايې ورکولو مرکزونه تر ډېره هغو ولايتونو کې کم شوي چې زيات راستانه شوي کډوال لري

Dec 07, 2017 - 11:16

کابل(پژواک، ١٦ ليندۍ ٩٦): د پژواک خبري اژانس موندنې ښيي چې د رايې ورکولو د نوو مرکزونو ټاکنه او ارزونه نيمګړې ده او د رايې ورکولو مرکزونه تر ډېره په هغو ولايتونو کې کم شوي چې سلګونه زره کډوال ورته را ستانه شوي دي.

 د ټاکنو خپلواک کمېسيون په اعلاميه کې راغلي چې په دې وروستيو کې د رڼو، عمومي او عادلانه ټاکنو د تر سره کېدو لپاره د رايې ورکولو د مرکزونو د ارزونې پروسه په برياليتوب سره پاى ته رسېدلې او په ترڅ کې يې د هېواد په ٣٤ ولايتونو کې د رايې ورکولو ٧٣٥٥ مرکزونه له سره ارزيابي او ټاکل شوي دي.

سرچينې په اعلاميه کې څرګنده کړې، هغه سيمې چې د امنيتي دلايلو په سبب يې د مرکزونو ارزونه نه ده شوې، په خپل حالت پاتې دي، خو شرايطو ته په پام سره به بدلونونه په کې راشي.

 هغه جدول چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون له ارزونې وروسته چمتو او پژواک خبري اژانس ته رسېدلى،څرګندوي چې د رايې ورکولو مرکزونه شاوخوا درې کاله مخکې د ولسمشرۍ ټاکنو پرمهال ٧١٨٠ ته رسېدل، خو د نوې ارزونې له مخې ٧٣٥٥ مرکزونو ته لوړ شوي دي.

د نوې ارزونې له مخې، په منځني ډول په کابل کې د رايې ورکولو په هر مرکز کې د رايې ورکوونکو شمېر نږدې څلور زره تنه، په ٩ ولايتونو کې له دوو زرو تر څه باندې دوه نيم زره تنو، په ١٩ ولايتونو کې له زرو تر نږدې دوو زرو تنو او په پنځو ولايتونو کې له زرو کم کسان په پام کې نيول شوي دي. د رايې ورکولو د يوه مرکز د رايه ورکوونکو تر ټولو ټيټ منځنى حد په پنجشېر کې (٧٦٨)  تنه دى.

خو وړاندې شوې شمېرې څرګندوي چې په ډېرو مرکزي ولايتونو کې د رايې ورکولو مرکزونه زيات شوي، خو په ځينو ولايتونو کې کم شوي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د يوه بل جدول د شمېرو پر بنسټ، د ١٥ ولايتونو د رايې ورکولو په مرکزونو کې ډېر توپير نه دى راغلى، خو په ترتيب سره په دايکنډي، غور، باميان، هلمند، تخار، فارياب، کونړ، زابل، پروان، سمنګان او بادغيس ولايتونو کې له ٧٢تر ١٣ پورې د رايې ورکولو مرکزونه زيات شوي او په ننګرهار، پکتيکا، کندهار، هرات، پکتيا، کاپيسا، لغمان او  پنجشېر کې بيا له ٤١ نه تر ١١ پورې د رايې ورکولو مرکزونه کم شوي دي.

په دې اساس د نوې ارزونې له مخې ډېر توپير د لسو ولايتونو په مرکزونو کې څرګند شوى دى.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو شاوخوا درېيو کلونو کې په ننګرهار، پکتيکا، کندهار، هرات او پکتيا ولايتونو کې چې د رايې ورکولو مرکزونه په کې کم شوي دي، څه باندې ١٤٥ زره کورنۍ(شاوخوا ٨٥٠ زره کسان) په بېلابېلو هېوادونو کې له کډوالۍ وروسته را ستانه شوي، خو دايکنډي، غور، تخار، هلمند او باميان د رايې ورکولو مرکزونه په کې زيات شوي، څه باندې دوه زره کورنۍ(شاوخوا ١٣٠٠٠ زره کسان) ورته راستنې شوې دي.

 د ولايتونو د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو رياستونو د معلوماتو له مخې، په وروستيو شاوخوا درېيو کلونو کې ننګرهار ولايت ته ١٢٣٠٠٠ زره کورنۍ، پکتيکا ولايت ته لس زره کورنۍ، کندهار ولايت ته ٣٢٥٠ کورنۍ، هرات ولايت ته ٢٦٧ کورنۍ او پکتيا ولايت ته څه باندې ٩٠٠٠ کډوالې کورنۍ را ستنې شوې دي.

خو د ولايتي سرچينو د معلوماتو له مخې، دايکنډي ته ١٠٢ کورنۍ، غور ولايت ته ٣٤٤ کورنۍ، باميانو ته نږدې ٥٠٠ کورنۍ، هلمند ته څه باندې ٣٠٠ کورنۍ او تخار ته شاوخا ٩٥٠ کډوالې کورنۍ بېرته را ستنې شوې دي.

 د رايه ورکولو د نوو مرکزونو د انتخاب په اړه غبرګونونه

 په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې ارين يون وايي چې په ننګرهار کې د رايه ورکولو د تازه مرکزونو ټاکنه د سياسي عقدو له مخې شوې او د خلکو له جدي غبرګون سره به مخ شي.

د هغې په خبره، د ټاکنو خپلواک کمېسيون کې د مسلکي کسانو نشتوالى او په کمېسيون کې د سياسي لاسوهنې شتون د داسې تېروتنو لامل ګرځي.

د ننګرهار ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري ياد کمېسيون پر سلقيوي چلند تورنوي او وايي چې په ننګرهار کې د رايه ورکولو د مرکزونو کمول د دې څرګندونه کوي چې د ټاکنو کمېسيون ددې ولايت په اړه هېڅ معلومات نه لري.

 د هغه په خبره، په دې ولايت کې د رايه ورکولو مرکزونه په داسې حال کې کمېږي چې په څو وروستيو کلونو کې زرګونه زره کډوال ننګرهار ولايت ته راستانه شوي او پخوانيو مرکزونو هم بسنه نه کوله.

د هغه په اند، دا ډول اقدامات د راتلونکو ټاکنو مشروعيت له پوښتنې سره مخ کړ.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجراييوي مسوول محمد يوسف رشيد وايي چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د رايې ورکولو د مرکزونو په ټاکنه کې هېڅ ډول توازن په پام کې نه دى نيولى.

 هغه زياتوي:((له قانون سره سم د رايې ورکولو مرکزونه بايد د جغرافيايي موقعيت د تثبيت او رايه ورکوونکو د کره شمېر له مخې مشخص شي، د ټاکنو کمېسيون دغه کار نه دى کړى او د رايې ورکولو مرکزونه يې په اټکليز ډول انتخاب کړي دي.))

دهغه په خبره، د هغو څلورو ناستو ګډونوال چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د رايې ورکولو مرکزونو د ټاکنې په اړه جوړ ې کړې وې، خپلې اندېښنې يې له کمېسيون سره شريکې کړې دي.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د ټاکنو خپلواک کمېسيون له مطبوعاتي دفتر سره خبرې وکړي، خو ددې دفتر يوه مامور وويل چې نن پنجشبنه په کابل کې رخصتي ده او د کمېسيون وياند په دفتر کې نشته.

 خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون د عملياتو چارو رياست ويلي چې د رايې ورکولو مرکزونو د ارزيابي پروژه نه ده توانېدلې چې دا مرکزونه متوازن کړي.

د يادې ادارې له لوري د کمېسيون دارالانشاء ته د روان کال د ليندۍ په ١٣مه نېټه په يوه مکتوب کې ليکل شوي چې د پروژې پلي کولو، تکميل او له سره ارزونه او د رايې ورکولو د مرکزونو متوازن کول، د ورځې د ټکنالوجيو کارونې ته په پام سره  د هېواد اوسنيو شرايطو کې ستره لاسته راوړنه ده.

سرچينه ددې مکتوب په يوه برخه کې زياتوي:(( خو د (GIS) جغرافيايي اطلاعاتو سيسټم کې د معلوماتو له مخې ليدل کېږي چې ددې پروژې موخې چې ولايتونو کې د رايې ورکولو د مرکزونو متوازن والى دى، نه دي تر لاسه شوې او په حقيقت کې دا چاره ددې لامل شوې، څو تر سره شوي لګښتونه او شوې هڅې تر پوښتنه لاندې راولي .))

 په مکتوب کې همدرانګه راغلي چې مساوي لاس رسى او د عدالت تامين چې ددې پروژې اصلي موخه وه، نه ده تامين شوې او د (GIS) جغرافيايي اطلاعاتو سيسټم ډيټابيس د معلوماتو له تحليل وروسته ليدل کېږي چې ((نامساوات)) اوس هم په خپل حال پاتې دي.

د مکتوب په پاى کې راغلي:((په دې توګه موضوع په ليکلي ډول محترم مقام ته ورسېده، څو د کمېسيون محترم مقام ته راجع شي. په دې برخه کې حل لارې شته چې د چارواکو له لارښوونې وروسته به يې وړانديز وشي.))

د يادونې ده چې د  ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د ليندۍ په اتمه نېټه اعلان وکړ چې د ليندۍ له ١١ مې نېټې نه د رايې ورکولو د مرکزونو د تثبيت په موخه د ټاکنو خپلواک کمېسيون د تصميم په اړه د شکايتونو د نوم ليکنې بهير پيلوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement