جلال اباد (پژواک، ۱۶ ليندۍ ۹۶): د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله يوې مېرمنې او درېيو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د ليندۍ په ۱۶مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د غني خېلو ولسوالۍ په شډل سيمه کې نن غرمه شاوخوا دوولس بجې د ماين چاودنه وشوه.
هغه زياته کړه چې د چاودنې له امله يوه ماشومه وژل شوې، يوه مېرمن او دوه ماشومان ټپيان شوي دي.
د نوموړي په وينا، یاد ماین په کثافاتو کې ځای پر ځای شوى و چې د لرګیو او نورو توکو د راټولولو پر مهال پر یادو ماشومانو او مېرمن چاودلی دی.
د والي وياند وايي، ټپيان د درملنې په موخه د غني خېلو ولسوالۍ سيمه ييز روغتون ته لېږدول شوي دي.
د افغان دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن