ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره دې ظرفیتونه لوړ شي

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره دې ظرفیتونه لوړ شي

author avatar
7 Dec 2017 - 16:44
د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره دې ظرفیتونه لوړ شي
author avatar
7 Dec 2017 - 16:44

جلال اباد (پژواک، ۱۶ ليندۍ ۹۶): د ښځو او ماشومانو څېړنيز مرکز وايي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په موخه بايد په ولايتونو کې د تاوتريخوالي د مخنيوي کمېسيونونو د غړو ظرفيتونه لوړ شي.

د دغه مرکز غړو د ليندۍ په ۱۶مه په جلال اباد ښار کې د ښځو د حقونو د دفاع ټولنو غړو او مدني ټولنو سره د يو ګډ کنفرانس په ترڅ کې په دې تړاو معلومات وړاندې کړل.

د ښځو او ماشومانو لپاره د څېړنيز بنسټ استازي ذبيح الله جواد وويل، له دغه کنفرانس څخه موخه له مدني ټولنو او د ښځو د تاوتريخوالي مخنيوي ټولنو له مسوولينو سره د ښځو د ځورونې په تړاو د شوې سروې د پايلو شريکول دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، هغه سروې چې دغه بنسټ په تېر يوه کال کې په شپږو ولايتونو کې ترسره کړې، د ښځو د ځورونې په تړاو په کې له بېلابېلو خلکو سره مرکې شوې دي.

د دې سروې له مخې، په ټولو ټولنيزو او عامه ځايونو کې د ښځو ځورونې پېښې موجودې دي چې په سلو کې ۶۶ سلنه په عامه ځايونو، ۱۴ سلنه په ښوونيزو مرکزونو، ۱۰ سلنه په کورنيو او ۸ په سلو کې د مېرمنو د کار په ساحو کې موجود دي.

په همدې حال کې د دغه کنفرانس ګډونوال پر ياده سروې نيوکه کوي او وايي، دغه سروې به په ټولنه کې د ښځو د کار د مخنيوي سبب شي.

د ننګرهار د پوهنې رياست مرستيال اول ګل ابو زاهد وايي، که کورنۍ له دې سروې خبرېږي، نو له يوې خوا به خپلې لوڼې ښوونځيو ته پرې نه ږدي او که يې زده کړې کړې وي، نو دندو ته به يې اجازه ورنه کړي.

هغه وويل چې د يادې سروې پایلې بايد رسنيو ته ورنه کړل شي، څو د ښځو د کارموندنې په برخه کې شوی پرمختګ له زيان سره مخ نه کړي.

په ورته وخت کې په ختيځ زون کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د ښځو برخې مشرې هاشمې شريف پژواک ته وويل، څو چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي عاملين مجازات نه شي، د دغو پېښو مخنيوی ناشونی دی.

د نوموړې په باور، حکومت بايد د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښو د مخنيوي لپاره په کلکه د دغو پېښو عاملين مجازات کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.