جلال اباد (پژواک، ١٦ ليندۍ ٩٦): چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د ځینو عملياتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د يوه ولسوال په ګډون د طالبانو او داعش ٢٤ وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د ليندۍ په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د حصارک ولسوالۍ په دواب او اب زنګانۍ سیمو کې تېره شپه ځانګړو ځواکونو عملیات کړي دي.
هغه زياته کړه چې د دغو عملياتو په ترڅ کې د يادې ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو له لوري د تش په نوم نومول شوي ولسوال عبدالحسن چې مشهور په عاجز و، وژل شوی دی .
د نوموړي په وينا، دغه راز پر نومول شوي ولسوال سربېره د یادې ولسوالۍ لپاره د زندان مسوول نبي مشهور په غورځنګ، د پوهنې لپاره ټاکل شوی مسوول یارمحمد مشهور په حقیار او د دې ډلې يو سرګروپ صدیق الله په ګډون ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي دي .
د والي وياند وايي چې د عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو هغه سيمې هم تخریب شوې چې د ګمرک په نوم یې ترې استفاده کوله .
د يو بل خبر له مخې، ځايي چارواکي وايي چې د ننګرهار په اچین، هسکه مېنه او خوږیاڼو ولسوالیو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د هوایي بریدونو او د مخالفینو خپل منځې نښتو په ترڅ کې لس داعش او دوه وسله وال طالبان وژل شوي.
د والي وياند وويل چې د خوږیاڼو ولسوالۍ په چینارګي او غلو چینې سیمو کې د داعش او وسله والو طالبانو تر منځ د نښتې په ترڅ کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د هغه په وينا، دغه راز د هسکې مېنې ولسوالۍ په سلا کڅ سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې د برید له امله درې داعش وسله وال وژل شوي او د اچین ولسوالۍ په مامند درې سیمه کې د دوو هوایي بریدونو په ترڅ کې د پاکستانیانو او ازبکستانیانو په ګډون اووه داعش وسله وال وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
خوږياڼي وويل چې په د یادو عملياتو په اوږدو کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی .
وسله والو طالبانو او داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن