ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لاهور کې افغان محصلینو د اسنادو نه ورکولو غبرګون کې لاریونونه پیل کړي

په لاهور کې افغان محصلینو د اسنادو نه ورکولو غبرګون کې لاریونونه پیل کړي

author avatar
7 Dec 2017 - 14:29
په لاهور کې افغان محصلینو د اسنادو نه ورکولو غبرګون کې لاریونونه پیل کړي
author avatar
7 Dec 2017 - 14:29

کابل (پژواک، ١٦ ليندۍ ٩٦): د پاکستان په لاهور ښار کې لسګونه افغان محصلين له تېرو څو ورځو راهيسې لاريونونه پیل کړي او د خپلو اسنادو رسميت غواړي.

د پاکستان د پنجاب ايالت په لاهور کې د افغان محصلينو ټولنې له خوا د ليندۍ په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دوى په برخليک لوبې کېږي.

سرچينې زياته کړې چې دوى له تېرو څلورو ورځو راهيسې لاريونونه پيل کړي او د شپې له خوا پر سړکونو د احتجاج په توګه راوځي.

په خبرپاڼه کې راغلي، هغه افغان محصلین چې شاوخوا شپږ کاله مخکې د پاکستان لاهور ته په بورسونو راغلي بې برخلیکه ګرځي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دا په داسې حال کې ده چې په ٢٠١٢ او ٢٠١٣ کلونو کې د ليسانس دورې بشپړولو لپاره د مرکزي حکومت له لوري په رسمي توګه رالېږل شوي وو چې له دې جملې څخه يې زيات شمېر محصلين پوره يو نيم کال مخکې فارغ شوي چې اوس هم همداسې بې سنده ګرځي او د يو نا معلوم راتلونکي لپاره شپې سبا کوي.

د افغان محصلينو د ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي، د پاتې محصلينو پوره شپږ مياشتې کېږي چې د امپيريل کالج وروستی سمستر خلاص شوی او تر اوسه يې راتلونکی معلوم نه دی.

دوى وايي چې ياده ستونزه يې په اسلام اباد کې له افغان سفارت سره هم شريکه کړې، هغوى هم ډاډ ورکړى خو تر اوسه يې ستونزه نه ده هواره شوې.

په خبرپاڼه کې راغلي چې وروسته يې خپلې ستونزې د افغانستان د لوړو زده کړو له وزارت سره هم شريکې کړې، خو له بده مرغه له هغه ځايه هم ناهيلي شوي دي.

دوى وايي چې دا درې شپې کېږي په لاهور کې د مطبوعاتو د ټولنې (پرېس کلب) مخې ته د سړک پر سر شپې سبا کوي خو هېڅوک يې غږ نه اوري.

په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت مرستيال زردشت شمس له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې د محصلينو ياده ستونزه ومنله او دا يې جدي ستونزه ياده کړه.

هغه زياته کړه، دا ډېرې پخوانۍ ستونزه ده چې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د نه پاملرنې له امله رامنځته شوې ده.

شمس وايي: "داسې يو کالج چې د پاکستان دانجنيرۍ شورا لخوا په رسميت نه دى پېژندل شوى، ولې يې افغان محصلينو ورته استولي دي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.