ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې يو طبي کمپلکس کار پيل کړ

په کابل کې يو طبي کمپلکس کار پيل کړ

author avatar
7 Dec 2017 - 19:19
په کابل کې يو طبي کمپلکس کار پيل کړ
author avatar
7 Dec 2017 - 19:19

کابل (پژواک،۱۶ليندۍ۹۶): په کابل کې يو طبي کمپلکس په داسې حال کې کار پيل کړ چې لا هم ډېر شمېر افغانان  په هېواد کې د ناسم تشخيص او معياري ‌طبابت د نه شتون له امله د درملنې لپاره بهرنيو هېوادونو ته ځي.

دغه طبي کمپلکس، نن د کابل ښار د درېيمې ناحيې اړوند په پل سرخ سيمه کې خپل  کار پيل کړ.

د دغه خصوصي بنسټ مشر محمد هاشم کريمي وويل، دغه ‌طبي کمپلکس د باکيفيته روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو، د درملنې لپاره بهر ته د هېوادوالو د تګ او سرګردانۍ د مخنيوي او دوی ته په هېواد کې دننه درملنې د زمينې برابرېدو په موخه جوړ شوی دی.

د نوموړي په وينا، اوسمهال دغه کمپلکس ۱۲۸بسترونه لري او د تکړه کورنيو او بهرنيو کادرونو په درلودلو سره د داخلې او عمومي جراحۍ، د صفرا کڅوړې (لاپراسکوپي) جراحي، نسايي- ولادي، اورتوپيدي، پوستکي، پوزې او ستوني په برخو کې خدمتونه وړاندې کوي.

خو نوموړي په ډاګه کړه چې دغه کمپلکس پنځه کلن منظم پلان برابر کړی چې له مخې به يې په ياد شوي طبي مرکز کې انجوګرافي، انجوپلاستي، ازموينو، د زړه د سوري درملنه، د مفصلونو بدلېدو، د بې اولادۍ درملنه، د سرطان درملنه او د پښتورګو پيوند ترسره کېږي.

د هغه په خبر، د دغه پلان له مخې، د قابلګۍ، عالي نرسنګ زده کړې، طب پوهنځي جوړېدل، په نړيوالو معيارونو برابر تخصصي او فوق تخصصي پروګرامونو ترسره کېدل د دغه طبي مرکز د پروګرامونو نورې برخې دي.

د سولې د عالي شورا مشر محمد کريم خليلي په دغو مراسمو کې وويل، افغانستان په وروستيو ۱۶کلونو کې د روغتيا په شمول په ټولو برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړي، خو لا هم ستونزې او کمزورتياوې شته دي.

خليلي د ياد شوي طبي مرکز پرانيستل د هېوادوالو د اړتياوو د پوره کېدو په لړ کې يو بل ګام وباله او زياته يې کړه چې دغه مرکز د روان وضعيت او ستونزو لپاره بسنه نه کوي.

هغه له خصوصي سکتور څخه وغوښتل چې په دې برخه کې ډېره پانګونه وکړي څو په کال کې شاوخوا ۳۰۰ ميليون ډالر چې د ناروغانو له خوا بهر ته وړل کېږي، مخه ونيول شي.

نوموړي وويل، حکومت او امنيتي ارګانونه بايد د پانګوالو لپاره ډېرې اسانتياوې برابرې کړي، څو هغوی په ډاډه زړه او له اندېښنې پرته په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

د حکومت د اجرائيه رياست لومړي مرستيال انجنير محمد خان په دې مراسمو کې وويل چې خصوصي سکتور د روغتيا په برخه کې په پانګونې سره د دولت پروګرامونه بشپړ کړي دي.

نوموړي زياته کړه، د دا ډول مرکزونو جوړېدل له هېواد څخه بهر ته د پانګې د تېښتې په مخنيوي کې مرسته کولای شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.