کابل (پژواک، ۱۷ لیندۍ ۹۶) : دکابل - جلال اباد پر لویه لاره دترافیکي پيښې له امله ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان د والي ویاند سرحدي څواک دلیندۍ په ۱۷مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دا پيښه نن دولس بجې د کابل ـ جلال اباد پر لویه لاره د قرغیو ولسوالۍ د زنګورې په سیمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه، چې په یاده سیمه کې ټوډي کرولا او یو ډاټسن موټر سره جنګیدلي، چې له امله یې درې تنه مړه او ۶ نور ټپیان شوي دي.
ځواک وویل، چې ټپیان روغتون ته وړل شوي، خو د هغوی د روغتیایي حالت په اړه یې معلومات نه درلودل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن