ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د حکومت په ملاتړ غونډه وشوه

غزني کې د حکومت په ملاتړ غونډه وشوه

author avatar
9 Dec 2017 - 16:12
غزني کې د حکومت په ملاتړ غونډه وشوه
author avatar
9 Dec 2017 - 16:12

غزني ښار (پژواک، ١٨ ليندۍ ٩٦) : په غزني ولايت کې سلګونو کسانو د يوې لويې غونډې په ترڅ کې له حکومت او نظام څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.

دوى دغه راز په کندهار کې د ترسره شوې غونډې پر وړاندې غبرګون وښود او په اوسنيو شرايطو کې يې  د لويې جرګې جوړول مناسب کار ونه باله .

د غونډې يو تن سمبالوونکي خليل هوتک غونډې ته وويل  چې ولسمشر دخلکو په رايه ټاکل شوى او خلک به يې ملاتړ ته ادامه ورکوي.

د هغه په وينا، يوشمېر کسان چې خپلې شخصې ګټې يې په خطر کې دي د لويې جرګې غوښتنه کوي، دا هغه خلک دي چې ملت ترې هېڅ ښې خاطرې نه لري.
د غونډې بل ګډون کوونکي محب الله  د ولسي جرګې پر يو شمېر غړو نيوکه وکړه او ويې ويل ، کله چې اوسني دولت ددوى دقاچاق مخه ونيوله ؛ نو دوى يې پر وړاندې راپورته شول.

د نوموړي په وينا، په اوسنيو شرايطو کې د کندهار په څېر د غونډو جوړول او د لويې جرګې د جوړولو غوښتنه د هېواد او اوسني نظام په زيان دى.

ده زياته کړه، د يو نظام ړنګول اسانه کار دى، خو د نظام بديل پيدا کول، ډېر ستونزمن دى، دا نظام په ډېرو قربانيو رامنځته شوى او دوى به يې کلکه ساتنه کوي.

په دې غونډه کې پر وسله والوطالبانو هم غږ وشو چې د سولې له پروسې سره يوځاي شي .

د غونډې ګډونوالو د هغو کسانو د محاکمې غوښتنه وکړه چې حکومت کې دندې لري او د حکومت پر ضد غونډې جوړوي.

د غزني يو بل قومي مشر مولوي حکيم الله وويل ، کوم کسان چې اوس د حکومت پر ضد غونډې جوړوي، ټول هغه دي چې دنورو له لوري دې کار ته ګومارل شوي دي.

هغه له دولت څخه وغوښتل چې دغو معامله ګرو ته نور وخت ورنه کړي.

غونډې ګډون کوونکو د يوه پرېکړه ليک په ترڅ کې له حکومت څخه غوښتي، چې د برېښنا تذکرو وېش دې ژر تر ژره پيل  کړي او په غزني کې دې د ټاکنو د رايې مرکزونه او د عامه پوهاوي مرکزونه زيات شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.