د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کندهار کې د ماشومانو د جنسي ځورونې پېښې ډېرې شوې دي

په کندهار کې د ماشومانو د جنسي ځورونې پېښې ډېرې شوې دي

Dec 09, 2017 - 11:29

کندهار (پژواک، ١٨ لیندۍ ۹۶): په سوېل کې د بشري حقوقود خپلواک کمېسيون مسوولين وايي، په کندهار کې د ماشومان د جنسي ځورونې پېښې ډېرې شوي چې لامل یې غربت، بې کاري، د والدینو نه پاملرنه او ګڼ نور مسایل دي.

د دغه کمېسيون د ماشومانو د څانګې مسوول شمسن الدین تنویر له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، سږ کال په دې ولایت کې د ماشومان د جنسي ځورونې ۷ پېښې ثبت شوي، په داسې حال کې چې تېر کال ۳ دغسې پېښې ثبت شوې وې.

خو دی وايي، د ماشومانو د جنسي ځورونې پېښې له دې هم ډېرې دي، خو د کولتوري او ځینو نورو مسایلو له مخې پټې پاتې کېږي.

ده زیاته کړه، په ټولیزه توګه هغه ماشومان ډېره جنسي ځورونې سره مخ کېږي چې د غربت او بې وزلۍ له امله شاقه کارونو ته اړ شوي.

هغه زياته کړه : ((د نورو په پرتله هغه ماشومان له جنسي ځورونې سره مخ دي چې کورنۍ یې بې وزلې وي او سوال کولو ته اړ شوي وي او یا په کارځایونو کې د کارګرو په توګه کار کوي.))

دی وايي، دغسې ماشومانو ته د والدینو پاملرنه کمه وي او ورځنۍ اړتیاوې یې هم هغسې چې ښایی نه پوره کېږي، نو ځکه ژر تېروځي او د جنسي ځورنې په دام کې نښلي.

تنویر زیاتوي، که څه هم وروستۍ سروې نه ده شوې خو په دې ولایت کې شاوخوا ۲۰ زره ماشومان په شاقه کارونو بوخت دي چې د شته نفوس ۲ سلنه جوړوي.

د هغه د معلوماتو له مخې، ډېرى ماشومان چې عمرونه يې د ١٥ او ١٨ کلونو تر منځ دي، اته ډوله سخت کارونه کوي چې په کارځایونو کې کار، ساختماني چارې، د کثافاتو ټولول، سوال کول او نور راځي.

هغه زياتوي، د درنو کارونو په برخه کې تر ټولو ځورونکى کار چې ډېر مهال د ماشوم روغتيا هم اغېزمنوي د کثافاتو ټولول دي ، چې د مخنيوي لپاره يې جدي هڅو ته اړتيا ده.

تنوير وايي، ډېرو ماشومانو د خپلو کورنيو د بېوزلۍ او ټيټ اقتصادي وضعيت له امله سختو کارونو ته مخه کړې ده، چې اصلي جرړه يې جګړې او ناامنۍ دي، چې له امله يې ډېرى ماشومان بې سرپرسته شوي هم دي.

د ده په خبره، همدا اوس په کندهار کې له ۲۰ تر ۳۰ بې سرپرسته ماشومان شته چې ۷ تنه یې په روزنتونونو کې او پاتې نور یې په کورونو کې ساتل کېږي، خو دی وايي چې شاید دا شمېرې تر دې هم ډېرې وي.

هغه دا هم وویل چې ډېر مهال ماشومان په جګړو او چاودنو کې خپل ژوند هم له لاسه ورکوي او دغه راز  ان په جګړو کې هم کار ورڅخه اخیستل کېږي.

دی وايي، په روان کال کې دوه دغسې پېښې ثبت شوي چې ماشومانو د پولیسو په لیکو کې دنده تر سره کوله چې یو یې څه موده مخکې په شاولیکوټ ولسوالۍ کې په جګړه کې ټپي شوی و.

د ده په خبره، په ورته توګه د وسله والو په لیکو کې هم ډېر داسې موارد لیدل شوي چې له ماشومانو په جګړه کې کار اخیستل شوی دی.

نوموړي په ټولیزه توګه د ماشومانو د زده کړو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، که څه هم د ماشومانو د پوهنې وضعیت ښه شوی خو بیا هم د دې ولایت ۴۰ سلنه ماشومان له زده کړو بې برخې دي.

د ده په وینا، په دې برخه کې د نجونو ستونزه تر ټولو جدي ده، ځکه په ولسوالیو کې نجونې زده کړو ته لاسرسی نه لري او ډېرې بیا په نیمايي کې له زده کړو راګرځول کېږي.

د ده په خبره، دا د حکومت دنده ده چې په ټولنه کې د ماشومانو د ملاتړ فرهنګ عام کړي او هغوى ته د سختو کارونو پر ځاى د زده کړې او سالمې روزنې شرايط برابر کړي.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس فضل الباري بریالی هم د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ ګڼي او وايي چې په دې برخه کې د هېواد په کچه ملي پروګرامونو او میکانیزمونو ته اړتیا ده.

دی وايي، دا د هر فرد دنده ده چې په ټولنه کې د ماشومانو د وهلو، پر هغوى د کار او تشدد مخنيوى وکړي او هغوى ته د زده کړې خوشحاله او سالم چاپېريال برابر کړي.

نوموړی پر حکومت ټینګار کوي چې د ماشومانو پر ښې او سالمې روزنې پانګونه وکړي او په دې برخه کې د عامه پوهاوي چارې پراخې کړي.

د کندهار یو مدني فعال احمد شاه سپر هم وايي، چې د تېرو پر له پسې څو لسیزو جګړې لامل شوي چې د نورو په پرتله د ماشومان ژوند ډېر اغېزمن کړي.

هغه زیاتوي، ناامني، بې وزلي، بې سرپرستي او ورته نورې ستونزې هغه څه دي چې ډېرى ماشومان يې د سختو او درنو کارونو تر څنګ د جرمونو پر لار  روان کړي چې د ډېرې اندېښنې وړ ده.

نذیر احمد څوارلس کلن ماشوم دی چې د کورنۍ غربت درنو کارونو ته اړ کړی دی.

دغه ماشوم چې پلار يې د ماين په چاودنه کې وژل شوى دوه خويندې او يو کشر ورور لري او د هغوى د نفقې په خاطر اړ دى چې د موټرو د ترمیم کار وکړي.

دغه ماشوم پژواک اژانس ته وویل، له يوې خوا يې کار سخت دى او له بلې خوا د کار ځای د استاد ورسره ناسم چلند کوي، سپکې سپورې ورته وايي او ان کله کله خو يې وهي او ټکوي هم.

دی وايي، تر ټولو ډېر یې دا حالت ځوروي چې ځینې خلک ورته په ښه سترګه نه ګوري او یا ورڅخه غیر اخلاقي غوښتنې کوي.

دى زياتوي، ډېر يې زړه غواړي چې زده کړې وکړي، خو نه يې شي کولى، ځکه په کور کې بل څوک نه لري چې کار وکړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement