ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د ماشومانو د جنسي ځورونې پېښې ډېرې شوې دي

په کندهار کې د ماشومانو د جنسي ځورونې پېښې ډېرې شوې دي

author avatar
9 Dec 2017 - 11:29
په کندهار کې د ماشومانو د جنسي ځورونې پېښې ډېرې شوې دي
author avatar
9 Dec 2017 - 11:29

کندهار (پژواک، ١٨ لیندۍ ۹۶): په سوېل کې د بشري حقوقود خپلواک کمېسيون مسوولين وايي، په کندهار کې د ماشومان د جنسي ځورونې پېښې ډېرې شوي چې لامل یې غربت، بې کاري، د والدینو نه پاملرنه او ګڼ نور مسایل دي.

د دغه کمېسيون د ماشومانو د څانګې مسوول شمسن الدین تنویر له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، سږ کال په دې ولایت کې د ماشومان د جنسي ځورونې ۷ پېښې ثبت شوي، په داسې حال کې چې تېر کال ۳ دغسې پېښې ثبت شوې وې.

خو دی وايي، د ماشومانو د جنسي ځورونې پېښې له دې هم ډېرې دي، خو د کولتوري او ځینو نورو مسایلو له مخې پټې پاتې کېږي.

ده زیاته کړه، په ټولیزه توګه هغه ماشومان ډېره جنسي ځورونې سره مخ کېږي چې د غربت او بې وزلۍ له امله شاقه کارونو ته اړ شوي.

هغه زياته کړه : ((د نورو په پرتله هغه ماشومان له جنسي ځورونې سره مخ دي چې کورنۍ یې بې وزلې وي او سوال کولو ته اړ شوي وي او یا په کارځایونو کې د کارګرو په توګه کار کوي.))

دی وايي، دغسې ماشومانو ته د والدینو پاملرنه کمه وي او ورځنۍ اړتیاوې یې هم هغسې چې ښایی نه پوره کېږي، نو ځکه ژر تېروځي او د جنسي ځورنې په دام کې نښلي.

تنویر زیاتوي، که څه هم وروستۍ سروې نه ده شوې خو په دې ولایت کې شاوخوا ۲۰ زره ماشومان په شاقه کارونو بوخت دي چې د شته نفوس ۲ سلنه جوړوي.

د هغه د معلوماتو له مخې، ډېرى ماشومان چې عمرونه يې د ١٥ او ١٨ کلونو تر منځ دي، اته ډوله سخت کارونه کوي چې په کارځایونو کې کار، ساختماني چارې، د کثافاتو ټولول، سوال کول او نور راځي.

هغه زياتوي، د درنو کارونو په برخه کې تر ټولو ځورونکى کار چې ډېر مهال د ماشوم روغتيا هم اغېزمنوي د کثافاتو ټولول دي ، چې د مخنيوي لپاره يې جدي هڅو ته اړتيا ده.

تنوير وايي، ډېرو ماشومانو د خپلو کورنيو د بېوزلۍ او ټيټ اقتصادي وضعيت له امله سختو کارونو ته مخه کړې ده، چې اصلي جرړه يې جګړې او ناامنۍ دي، چې له امله يې ډېرى ماشومان بې سرپرسته شوي هم دي.

د ده په خبره، همدا اوس په کندهار کې له ۲۰ تر ۳۰ بې سرپرسته ماشومان شته چې ۷ تنه یې په روزنتونونو کې او پاتې نور یې په کورونو کې ساتل کېږي، خو دی وايي چې شاید دا شمېرې تر دې هم ډېرې وي.

هغه دا هم وویل چې ډېر مهال ماشومان په جګړو او چاودنو کې خپل ژوند هم له لاسه ورکوي او دغه راز  ان په جګړو کې هم کار ورڅخه اخیستل کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.