ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د سرطاني ناروغيو د تشخيص او درملنې د لومړني مرکز بنسټ ډبره کېښودل شوه

کابل کې د سرطاني ناروغيو د تشخيص او درملنې د لومړني مرکز بنسټ ډبره کېښودل شوه

author avatar
9 Dec 2017 - 18:00
کابل کې د سرطاني ناروغيو د تشخيص او درملنې د لومړني مرکز بنسټ ډبره کېښودل شوه
author avatar
9 Dec 2017 - 18:00

کابل (پژواک، ١٨ ليندۍ ٩٦): د ملي يووالي حکومت اجراييه رييس،د کابل پوهنتون د علي اباد تدريسي روغتون کې د سرطاني ناروغيو د تشخيص او درملنې د لومړني مرکز  د بنسټ ډبره کېښوده.

 د سرطاني ناروغيو د تشخيص او درملنې مرکز د اتمي انرژۍ  سازمان په مرسته د ٢٧ ميليون ډالرو په لګښت جوړيږي. د چارواکو د څرګندونو پر بنسټ، ياد مرکز به ولايتونو ته هم پراختيا مومي او په ترڅ کې به يې ټولو هېوادوالو ته خدمتونه وړاندې کېږي.

 د هېواد اجراييه رييس، د کابل طبي پوهنتون کې د ياد مرکز د بنسټ ډبرې د پرانېستې په مراسمو کې وويل، دغه مرکز له څو لسيزو ناراميو او ډېر ځنډ وروسته چې پخوا هم فعاله و، يو ځل بيا پرانېستل کېږي.

 ډاکټر عبدالله عبدالله زياته کړه: "په ٢٠٠٤ زېږديز کال کې د دغه مرکز د سمبالښت او چمتو کولو په اړه د اتمي انرژۍ سازمان له مشر سره هوکړې ورسېدو، خو د ځينو دليلونو له امله د ياد مرکز د تجهيز او جوړلو کار تر اوسه ځنډېدلى و."

 د هېواد اجراييه رييس چارواکو ته لارښوونه وکړه، چې د سرطان ناروغۍ د تشخيص او درملنې مرکز د جوړولو په برخه کې چټک ګامونه پورته کړي او د دغه مرکز چارې بايد بيا ونه ځنډول شي.

 د حکومت دغه لوړپوړي چارواکي، د کابل طبي پوهنتون له مسوولينو غوښتنه وکړه چې د دغه مرکز له وسايلو او امکاناتو پوره ساتنه وکړي.

 د افغانستان اجراييه رييس وويل، چې د دغه مرکز په جوړېدو سره به د ډېرى هېوادوالو ستونزې چې اوسمهال له بده مرغه د نړۍ او سيمې هېوادونو په روغتونو کې سرګردانه دي؛ حل شي.

 د يادې ناستې په دوام کې د لوړو زده کړو وزير ډاکټر نجيب الله خواجه عمري د خبرو پر مهال وويل، د ياد مرکز د بنسټ ډبرې کېښوده ښيي، چې د افغانستان د لوړو زده کړو او اکاډميک بنسټونه د روغتيا په برخه کې غوره وړتيا لري.

 د لوړو زده کړو وزير څرګنده کړه، چې د ياد مرکز په پرانېستې سره به د سرطان پر ناروغۍ د زرګونه اخته کسانو ستونزې هوارې شي.

 خواجه عمري ټينګار وکړ، چې د افغانستان پوهنتونونه او اکاډميک بنسټونه بايد له نړيوالو او سيمه ييزو معيارونو سره برابر شي، له هغه پرته به د پرمختګ له کاروانه پاتې او افغانستان خپلو موخو ته ونه رسيږي.

 په دغه پروګرام کې د کابل د طبي پوهنتون مشر او د افغانستان د اتمي انرژۍ سازمان رياست سرپرست هم د ياد مرکز د اهميت په اړه خبرې وکړې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.