ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دولت وسله والو مخالفينو د ډبرو سکرو څلور  موټر سوځولي

د دولت وسله والو مخالفينو د ډبرو سکرو څلور موټر سوځولي

author avatar
10 Dec 2017 - 17:06
د دولت وسله والو مخالفينو د ډبرو سکرو څلور  موټر سوځولي
author avatar
10 Dec 2017 - 17:06

ايبک (پژواک، ١٩ ليندۍ ٩٦): د دولت وسله والو مخالفينو هغه څلور موټر ويجاړ او سوځولي چې د شباشک له کان څخه يې د ډبرو سکاره د دره صوف بالا ولسوالۍ مرکز ته لېږدول کېدل.

د دره صوف بالا ولسوال احمدعلي حسني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغو بار وړونکو موټرو د دره صوف ولسوالۍ له شباشک کان څخه د ډبرو سکاره بار کړي و او د دره صوف ښار ته يې لېږدول، چې د لارې په اوږدو کې د وسله والو مخالفينو له لوري سوځول شوي دي.

د سمنګان ولايت ياد لوړپوړي چارواکي د موټرو سوځول د وسله والو طالبانو کار وباله او ويې ويل: "يادې ډلې لومړى يو کاماز موټر د راکټ مرمۍ په وسيله ويشتلى او يو بل موټر يې په بشپړ ډول سوځولى او دوه نور موټر يو څه زيانمن شوي او موټر چلوونکي يې له ځانه سره بيولي دي."

نوموړي وويل، دغه پېښه نن سهار د دره صوف بالا ولسوالۍ په چهار اوليا سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه دغه راز يادونه وکړه، وسله والو مخالفينو دوه ورځې وړاندې هم د دره صوف پايين ولسوالۍ په کوتل چپچل سيمه کې يو موټر چې د هټيو مالونه په کې بار و، سوځولى او په ياده سيمه کې تېر کال هم د ډبرو سکرو نهه ډک موټر د ماليې نه ورکړې له امله د وسله والو مخالفينو له لوري سوځول شوي و.

د دره صوف بالا ولسوالۍ يوه اوسېدونکي له نوم اخيستو پرته وويل، وسله والو مخالفينو له دې وړاندې هم د ډبرو سکرو وړونکو موټرو چلوونکو ته ګواښ کړى و، څو دوى ته ماليه ورکړي چې د ماليې نه ورکړې په صورت کې به يې موټر او بار وسوځول شي.

وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادولو ده، چې د دره صوف بالا ولسوالۍ د ډبرو سکرو کان دولت ته د ډېرو عوايدو درلودونکې سرچينه ده، چې تېر کال ترې له دوه نيم ميليارده زياتې افغانۍ عوايد ترلاسه شوي و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.