ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عبدالله: په کابل کې د طالبانو لپاره د دفتر پرانیستلو لپاره خنډ نشته

عبدالله: په کابل کې د طالبانو لپاره د دفتر پرانیستلو لپاره خنډ نشته

author avatar
10 Dec 2017 - 19:49
عبدالله: په کابل کې د طالبانو لپاره د دفتر پرانیستلو لپاره خنډ نشته
author avatar
10 Dec 2017 - 19:49

کابل (پژواک،۱۹لیندۍ۹۶): د حکومت اجراییه رییس وایي، حکومت له طالبانو سره د سولې خبرو اترو د پیلولو لپاره هېڅ وار مخکې شرط نه لري او که دغه ډله وغواړي په کابل کې د دوی لپاره د دفتر پرانیستلو لپاره هېڅ خنډ نشته.

اجرائیه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله چې نن يې په کابل کې "په ځايي حکومت کې د مېرمنو ونډې د ګډون د ملي کنفرانس" تر عنوان لاندې غونډه کې خبرې کولې، وويل چې په کابل کې د طالبانو د دفتر پرانیستلو په اړه نظري بحثونه شوي، خو په دې اړه عملي بحث نه دی شوی.

نوموړي په دې اړه چې په کابل کې د ‌طالبانو د دفتر پرانیستلو او تېر تور پړاو ته د هېواد ور ستنېدو په اړه يې د خلکو اندېښنې وبللې، وويل: "د ملي يووالي حکومت پالیسي د افغانستان د خلکو د ارادې او غوښتنې له مخې سوله ده، خو سوله د خلکو د حقونو د تر پښو لاندې کېدو او د خلکو پر عقایدو د غړېدلي فکر ور تپلو په معنا نه ده."

عبدالله وویل: "تراوسه په دې اړه عملي بحث نه دی شوی، که یوه ورځ دې ته ورسېږو چې هغوی (طالبان) خبرو ته چمتو وي او ووایی چې موږ نه غواړو چې په پردي هېواد کې دفتر ولرو، غواړو چې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د سولې د خوندیتوب لپاره خبرې وکړو، باید په دې برخه کې خنډ نه وي."

د ده په وينا، په جګړه کې ټول زیانمن شوي، خو مېرمنو تر ټولو ډېرې ستونزې ګاللې دي او لا هم جګړه تجربه کوي. ده زیاته کړه چې د هېواد ډېری خلک له جګړې څخه ستړي شوي او په هېواد کې جګړې د ختمېدو، سولې او ټیکاو رامنځ ته کېدو غوښتونکي دي.

ده وويل، هغه کسان چې له جګړې لاس اخلي او باعزته او عادلانه سولې سره یوځای کېږي، باید سپکاوی یې ونه شي او ورسره له کرکې کولو څخه ډډه وشي او دوی سیاسي مبارزه وکولای شي او دوی ته د خپل فکر د څرګندولو موکه ورکړی شي او دا به بې عدالتي وي، هغه ډلې چې په جګړه کې دي، هر څه چې وغواړي، هماغه کار دې وشي.

عبدالله زیاته کړه: "هر څوک چې وغواړي د خبرو اترو له لارې پایلې ته ورسېږي، دروازه يې پرمخ خلاصه ده او افغان دولت د خبرو د پېلولو لپاره وار مخکې شرط نه لري، خو د خبرو اترو معنا د خلکو قرباني کول نه دي."

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د سولې د عالي شورا مشرتابه ویلي دي چې د سولې شورا له هر هغه میکانیزم سره چې طالبان یې غواړي د سولې خبرو او آن طالبانو ته په کابل کې د دفتر پرانیستلو زمینې برابرولو ته چمتو ده.

له بلې خوا د ولسي جرګې د مېرمنو چارو د کمېسیون مشرې فوزیې کوفي په نننۍ ناسته کې په دولتي ادارو کې د ښځو د کمې ونډې له امله اندېښنه په ډاګه کړه او ويې ویل، جګړه او نا امني په ځايي حکومت کې د مېرمنو د ونډې د پیکه کېدو لامل شوې ده.

هغې په حکومت کې د ښځو ونډه سمبولیکه وبلله او له حکومت څخه يې وغوښتل چې خپلې ژمنې دي عملي کړي او په مرکز او ‎ځايي ادارو کې دې د مېرمنو ونډه ډېره کړي.

د سیمه ییزو ارګانونو ادارې مرستیال عبدالمالک صدیقي په سیمه ییزو ادارو کې د ښځو ګډون او ګومارنې په برخه کې د لاسته راوړنو خبر ورکړ او ويې ویل، په تېر وخت کې په سیمه ییزو ادارو کې د ښځو ګډون په برخه کې اقدامات شوي دي او ښځې د ولايت، مرستیال والي، ښاروال او نورو... په شمول په لوړو چوکیو ګومارل شوې او له دې وروسته هم په سیمه ییزو ادارو کې د ښځو د لاډېر ګډون لپاره هڅه کېږي.

دغه راز د ښځو چارو وزارت مرستیالې سپوږمۍ وردګ په دولتي ادارو کې د ښځو د ګډون د کموالي له امله د اندېښنې په څرګندولو سره په بېلا بېلو برخو کې د ښځو د وړتیاوو لوړېدو ته اشاره ورکړه او ويې ویل چې له ښځو څخه باید ملاتړ وشي، ځکه چې که دوی په هر کار ګومارل شوې دي، خپلې دندې یې په رښتینې او روښانه توګه پرمخ وړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.