ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې لس انسان تښتوونکي نیول شوي

ننګرهار کې لس انسان تښتوونکي نیول شوي

author avatar
10 Dec 2017 - 16:10
ننګرهار کې لس انسان تښتوونکي نیول شوي
author avatar
10 Dec 2017 - 16:10

جلال اباد (پژواک، ۱۹ ليندۍ ۹۶): په ننګرهار کې د ملي امنیت مؤظفینو د هلو ځلو په ترڅ کې لس انسان تښتوونکي نیول شوي او د یو روغتیا پال په ګډون دوه کسان د تښتوونکو له منګولو ازاد او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي .

د ننګرهار والي محمدګلاب منګل د لیندۍ په ۱۹مه د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل، د کامې ولسوالۍ له قلعه اخوند سیمې د ایمل په نوم شاوخوا اتلس کلن تنکی ځوان نږدې یوه میاشت وړاندې د انسان تښتوونکو له لوري تښتول شوی و.

هغه زیاته کړه، د ملي امنیت مؤظفینو د پرله پسې هلو ځلو او په سیمه کې د خلکو په همکارۍ یاد تنکی ځوان د یادې ولسوالۍ په مټاخېلو سیمه کې له موندلو وروسته د تښتوونکو له بنده ازاد او له دغه جرم سره په تړاو یې لس انسان تښتوونکي ونیول.

د منګل په وینا، د نیول شوو انسان تښتوونکو مشر خلیل الرحمن نومېږي چې د لغمان ولایت د بادپښ سیمې اوسېدونکی دی او له هغه سره نور نیول شوي د ګروپ غړي یې د کامې او نور يې د لغمان د قرغيو ولسواليو اوسېدونکي دي.

د ننګرهار والي وايي، نیول شوو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف هم کړی دى.

دغه راز  ګلاب منګل د تښتوونکو له بنده د یوه روغتیا پال جلال الدین د ازادېدو خبر هم ورکړ چې څو ورځې وړاندې له خوږياڼو ولسوالۍ څخه تښتول شوى و.

د ملي امنیت ريیس تورن جنرال محمد طاهر مومند د خبرو پر مهال د یادې قضیې د جدي څېړنې او همدا راز په راتلونکي کې د انسان تښتوونکو پر وړاندې له تر ټولو سخت چلند څخه خبر ورکړ.

د ولایتي شورا غړو اسرارالله مراد او سید مهدي پاچا د خلکو په استازیتوب له امنیتي مؤظفینو مننه وکړه چې د ایمل په نوم تنکی ځوان یې د تښتوونکو له بنده ازاد کړ او ټینګار یې وکړ چې له تښتوونکو سره دې د قانون په چوکاټ کې سخت چلند وشي .

د انسان تښتوونکو د لس کسیزې ډلې مشر خلیل الرحمن او نورو غړو یې پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او زیاته کړې یې ده چې دوی د تښتول شوي هلک له کورنۍ د پیسو ترلاسه کولو پلان درلود چې د ملي امنیت مؤظفینو له لوري ونیول شول .

د تښتوونکو له بنده خوشي شوي ایمل وویل، د تښتوونکو له لوري سخت ډبول شوی او د ده له کورنۍ د ۳ سوه زره امریکایي ډالرو غوښتنه شوې وه .

د دغه کنفرانس په څنډه کې د ننګرهار د والي له لوري د کامې ولسوال عطاءالرحمن هډه وال، د یادې ولسوالۍ امنیتي مسوولینو او له مرکزه د ملي امنیت ځآنګړي ګروپ ته تقدیرنامې هم ورکړل شوې .

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.