د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په ختيځ ولايتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې زياتې شوې دي

په ختيځ ولايتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې زياتې شوې دي

Dec 10, 2017 - 17:11

اسعد اباد (پژواک، ١٩ ليندۍ ٩٦) : په ختيځ کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مسوولین وايي چې سږکال په دې زون کې د ښځوپر وړاندې د تاوتریخوالي  پنځه سوه پېښې ثبت شوې دي.

ددغه کمېسيون مسوولينو دا څرګندونې د بشري حقونو د نړيوالې ورځې په مناسبت د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په مناسبت د جوړ شوي ١٦ ورځني ورکشاپ په پاى کې وکړې.

دا ورکشاپ چې د ليندۍ په ١٩مه، د کونړ ولايت په مرکز اسعد اباد کې پاى ته ورسېد.

په دې ورکشاپ کې د يو شمېر ښځو ترڅنګ، د کونړ د ولايتي شورا رييس، يو تن ديني عالم ، د يوناما استازي او د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون ځايي مسوولينو برخه اخيستې وه.

په ختیځ کې د بشر حقونوخپلواک کمېسیون د ښځو د ملاتړ د څانګې مرستياله زهرا رحماني وايي، سږکال په ختیځوولایتونوکې د ښځوپروړاندې د تاوتریخوالي پنځه سوه پېښې ثبت شوي ، چې د تېر کال په پرتله زياتوالى راغلى، خو هغې د تېر کال شمېره په ډاګه نه کړه.

په ختیځ کې د ملګروملتونو د يوناما د بشرحقونود څانګې مشر اردم ايزو ويک (Erdem Ozyurek)   وويل چې د روان زيږديز کال په اوږدو کې په ختېځو ولايتونو کې (لغمان ، نورستان ، ننګرهار او کونړ ) کې په ټوليزه توګه ۳۹ پېښې د ناموسي وژنو او نور قتلونو ثبت شوې دي .

د سرچينې په  وينا، په دې پېښو کې ۴۸ تنه  وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

نوموړي زیاته کړه، په يادو پېښو کې يې ۲۷ په ننګرهار ، شپږ په کونړ ، درې په لغمان  او درې هم په نورستان ولایت کې ثبت شوې دي.

 د يوناما دغه استازي وويل، چې په لرې پرتو سیمو کې پولیس په دې نه دي توانېدلي چې مجرمین ونيسي او د قانون منګولوته يې وسپاري.

د کونړ امنیه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت يادې غونډې ته وويل، پوليس د قانون تطبیق کوونکي دي او دوى په روان کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٣١ پېښې ثبت کړې دي.

هغه زياته کړه، له دې پېښو څخه يې ١٨ ته  رسېدنه شوې او ١٧ تنه تورن کسان قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

د کونړ  ولایتي شورا رييس حاجي ولایت خان  وويل چې  د کم عمره نجونو ودول او په بدو کې د نجونو ورکولو څخه ډېرې ستونزې پيدا کېږي.

هغه له ټولو ارګانونو وغوښتل چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په مخنيوي کې خپل رول ادا کړي.

د کونړ  د ښځو چارو رييسې  سهيلا بابر وويل چې په کونړ ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه د تېر کال په پرتله کمه شوې چې لامل يې ښه عامه پوهاوى دى.

هغې زياته کړه چې په دې ولايت کې تر اوسه ١٩ پېښې ثبت شوې دي .

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement