ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګردېز کې د لارو بندولو خلک له ستونزو سره مخ کړي

ګردېز کې د لارو بندولو خلک له ستونزو سره مخ کړي

author avatar
10 Dec 2017 - 14:55
ګردېز کې د لارو بندولو خلک له ستونزو سره مخ کړي
author avatar
10 Dec 2017 - 14:55

ګردېز (پژواک، ١٩ ليندۍ ٩٦): د ګردېز اوسېدونکي د بېلابېلو ادارو له خوا د ښار په منځ کې د عمومي لارو د تړلو او په کې د موانعو جوړولو له امله شکايت کوي او وايي چې دغه کار له ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی د ولايت مقام، امنيې قوماندانۍ، سرحدي لوا او محکمې رياست له خوا د لارو تړل ناسم کار بولي او غوښتنه لري چې لارې دې ژر بېرته پرانيستل شي.

د ګردېز د باغ شاه سيمې اوسېدونکی حاجي محمدولي د ښار شمال ختيځ لور ته د سرحدي پوليسو د لوا له خوا د لويې لارې له تړلو شکايت کوي او وايي چې يادې امنیتي ادارې له څو مياشتو راهيسې څو ولسواليو ته غځېدلې لار په بشپړ ډول تړلې او هېچا ته پرې د تګ، راتګ اجازه نه ورکوي.

محمد ولي پژواک ته وويل چې د بادپښ سړک د تړل کېدو له امله خلک اړ شوي په فرعي لارو ولاړ شي، خو وايي چې په فرعي لارو کې مسافر څو ځلې غلو لوټلي دي.

نوموړی وايي: ((اووه مياشتې کېږي چې دا لاره يې بېخي بنده کړې ده، خلک په فرعي لارو ځي، په فرعي لارو کې هم يې دومره لوی، لوی جمپونه اچولي چې واړه موټر هر وخت لګېږي، څو وارې ورغلو چې دا لاره خلاصه کړئ، خو دا کار يې ونه کړ.))

د پکتيا ولايت مقام  سره د تېرې سيمې د صمدخېلو کلي اوسېدونکي علي احمد وايي چې د دوی او شاوخوا کليو د لارې تړلو له ستونزو سره مخ کړي او خپل کور ته د راتګ لپاره اړ دي چې د نږدې لارې د بندېدو له امله په څو چنده اوږده او لرې لاره راشي.

احمد وويل چې ولايت مقام په دوه ځايونو کې عمومي لاره بندې کړې او د خلاصولو يې هېڅ څرک نشته دى.

دی وايي: ((بېخي ډېر لوی مشکل سره يې مخ کړي يو، د شپې خلکو سره زنانه وي، مريضان وي، نو چېرته لاړ شي، څنګه وکړي؟ اوس که چا ته مريضان کور کې پيدا شي، نه شي يې راوړلی؛ ځکه دا لارې بندې دي، نورو لارو کې خطر وي، غله وي. نو دوی چې ځان نه شي ساتلی نو موږ ته به څه خدمت وکړي.))

د دغه ښار يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

دغه راز د پکتيا د ولايتي شورا غړی تاج محمد منګل د دولتي ادارو له خوا د لارو بندول خلکو ته د ستونزو د ايجاد، د ولس او ادارو تر منځ د واټن زياتېدو او ګڼو ترافيکي پېښو لامل بولي او زياتوي چې له اړوندو ادارو سره به ياده ستونزه شريکه کړي، څو لارې بېرته پرانيزي.

منګل وايي چې د لارو بندول د امنيتي حالت د ښه والي دايمي حل نه دی او دوی هم د مسـوولينو دې خبرې ته په تمه دي چې د مؤقتو جدي ګواښونو له دفعې وروسته به د لارو د خلاصېدو اقدام کېږي.

نوموړي وويل: ((د ولايت مقام دي، که د امنيتي ادارو دي او که د ښار په منځ کې د محکمې لخوا بندې شوې، دا ټولې عمومې لارې دي او ډېر تګ، راتګ پرې کېږي؛ د دې لارو د تړل کېدو له امله ډېر ټکرونه کېږي او خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اوړي، خو دا چې امنيت تهديدات دي، موقت وخت لپاره، خو دايمي يې نه دوی بندوي او نه موږ اجازه ورکوو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.