ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جنرال دوستم استازى: زما د ترور طرحه شنډه شوه

د جنرال دوستم استازى: زما د ترور طرحه شنډه شوه

author avatar
11 Dec 2017 - 11:18
د جنرال دوستم استازى: زما د ترور طرحه شنډه شوه
author avatar
11 Dec 2017 - 11:18

ميمنه(پژواک، ٢٠ ليندۍ ٩٦): د فارياب د ولسي پاڅون کوونکو په چارو کې د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم ځانګړى استازى نظام الدين قيصاري وايي چې د ولسي جرګې د يوه غړي او د جوزجان د پخواني امنيه قوماندان له لوري له طرحه شوي بريده ژوند وتلى دى.

نظام الدين وويل چې د ولسي جرګې غړي فتح الله قيصاري او د ولايت پخواني امنيه قوماندان رحمت الله ترکستاني يوه ځوان ته يو نيم ميليون افغانۍ ورکړې وې چې دده  د خوب تر تخت لاندې د ماين ځاى پر ځاى کولو له لارې دى ووژني.

هغه زياته کړه، ماين اېښودونکى غلام رسول دده د خورځې خاوند او دده د کور محرم او د باور وړ سړى دى، لس ورځې وړاندې فتيح الله قيصاري او رحمت الله ترکستاني ته کابل ته ورغلى و، له هغوى نه يې زياتې پيسې او طرحه اخيستې او بېرته راغلى، نوموړي په کور کې د محرميت باور نه په استفادې سره لس کيلويي ماين دده د خوب تر تخت لاندې ځاى پر ځاى کړى و او غوښتل يې چې دده له وېده کېدو وروسته د ريموټ کنټرول په وسيله چادونه ورکړي.

قيصاري وويل چې د ځايي استخباراتي شبکو د راپور له مخې غلام رسول نيول شوى او اعتراف يې کړى چې يادو دوو کسانو ده ته يو نيم ميليون نغدې افغانۍ ورکړې وې او ژمنه يې کړې وه چې که پلان يې بريالى شي، يو نيم ميليون نورې افغانۍ به هم ورکړي.

شکمن کس غلام رسول اعتراف کوي چې کابل کې د فتح الله قيصاري او رحمت الله ترکستاني خواته ورغلى و او دوى يو نيم ميليون افغانۍ ورکړې چې نظام الدين قيصاري د ماين د چاودنې په وسيله له منځه يوسي.

د فارياب ولايتي شورا مشر محمد طاهر رحماني او مرستيال يې صبغت الله سيلاب هم په همدې ډول د يادې موضوع پخلى وکړ  او وايي چې ټاکنې نږدې دي، دوى د خلکو په منځ کې خپل محبوبيت له لاسه ورکړى، غواړي چې په فارياب کې د اغېزناکو شخصيتونو په له منځه وړلو سره بېرته په ټولنه کې د پښې ځاى پيدا کړي.

خو رحمت الله ترکستاني بيا د نظام الدين قيصاري او د ولايتي شورا د دواړو چارواکو خبرې ردوي او وايي چې له دوو کلونو راهيسې له فارياب نه وتلى دى، دا موضوع د يادو او له هېواده بهر د ځينو سترو اشخاصو له لوري يوه ستره دسيسه ده.

هغه زياته کړه:((نظام الدين قيصاري يو مشهور جنايت کار دى، دوه کاله وړاندې يې يوه مېرمن او اوښى په ميمنه ښار کې ووژل، موضوع رسنيزه شوه، ايا ددې وژنو امر هم ما کړى و؟ دا يوه پلان شوې موضوع ده، ډېر ژر به په ډاګه شي.))

د ولسي جرګې غړي فتح الله قيصاري هم د نظام الدين قيصاري ادعا يوه پلان شوې دسيسه بولي او وايي چې د قوماندان نظام په کور کې د ماين اېښودو د ادعا قضيه ګټ مټ پر جنرال دوستم د  ځانمرګي بريد په تور د قيصار د درېيو ملکي وګړو د نيولو قضيې ته ورته ده چې په دوکاندارۍ بوخت وو او په قيصار کې د عملياتو پرمهال ونيول شول.

هغه وويل چې که دا قضيه د ده او ترکستاني پر ضد دسيسه او توطيه نه وي، نو ماين اېښودونکى کس دې ملي امنيت ته وسپاري، څېړنه دې ترې وشي، که چېرته د دوى لاس لرل په کې ثابت شي، حاضر دي چې ځان قانون ته وسپاري.

د پژواک خبري اژانس خبريال وايي چې د نظام الدين قيصاري په کور کې مې د ماين اېښودو د څرنګوالي  په اړه د فارياب له پوليسو پوښتنه وکړه، د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمد نعيم اندرابي وويل:(( خبر شوم چې د نظام الدين قيصاري د کور مخکې د ماين اېښودو په تړاو کوم کس نيول شوى او ميمنې ښار  ته لېږدل شوى، دغه کس د نورو څېړنو لپاره د ملي امنيت رياست ته سپارل شوى دى.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.