ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مقر  د امنيه قوماندان پر ضد لاريون وشو

د مقر د امنيه قوماندان پر ضد لاريون وشو

author avatar
11 Dec 2017 - 15:59
د مقر  د امنيه قوماندان پر ضد لاريون وشو
author avatar
11 Dec 2017 - 15:59

غزني ښار(پژواک،٢٠ليندۍ٩٦): د غزني د مقر يو شمېر اوسېدونکو د دې ولسوالۍ د امنيه قوماندان پر ضد لاريون وکړ او د شاوخوا يو ساعت لپاره يې د کابل-کندهار لويه لار هم د ترافيکو پرمخ تړلې وه.

د غزني د مقر ولسوالۍ شاوخوا دوه سوه اوسېدونکو نن د دې ولسوالۍ د امنيه قوماندان سمونيار حاجي محمد پر ضد لاريون وکړ.

لاريون کوونکو د دې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د شاوخوا يو ساعت لپاره د کابل-کندهار لويه لار هم د ترافيکو پرمخ تړلې وه.

يو تن لاريون کوونکي محمد اکرم پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې په دې ولسوالۍ کې مرموزې وژنې ډېرې شوي او په ډېرو کې د امنيه قوماندان لاس دى.

ده وويل: (( موږ نور دغه قوماندان نه غواړو بايد له دندې ګوښه کړاى شي.))

دغه راز بل لاريون کوونکي احمد خان هم د امنيه قوماندان پر ګوښه کېدو ټينګار وکړ او ويې ويل چې خلک نور دغه قوماندان نه غواړي.

دوى ويل ، که چېرې يې غوښتنې ونه منل شي، يو ځل بيا به د کابل-کندهار لويه لار د ترافيکو پرمخ وتړي.

بل لورته د کابل-کندهار د لويې لارې يو تن موټر چلوونکي ذبيح الله پژواک ته وويل چې لاريون کوونکي بايد خلکو ته ستونزې جوړې نه کړي.

هغه وايي: (( په تېرو څو ورځو کې دا دويم ځل دى چې دا خلک لاره بندوي، دا د دولت لپاره هيڅ مشکل نه دى، خلکو ته مشکل جوړوي.))

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د مقر ولسوالۍ د امنيه قوماندان نظر هم واخلو، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

د دې لاريون په اړه د غزني د والي وياند محمد عارف نوري پژواک ته وويل چې لاريون کوونکو لاره نه ده بنده کړې او په يو جومات کې را ټول شوي وو.

ده وويل چې د لاريون کوونکو د تورونو په اړه څېړنې روانې دي، خو تر اوسه د امنيه قوماندان پر ضد کوم ثبوت نه دى ترلاسه شوى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.