کابل (پژواک، ٢٠ ليندۍ ۹۶): د کورنيو چارو وزارت د پوليسو د پنځه سلنه تنخوا د ډېرېدو او اصلاحاتو له هڅو خبر ورکوي او وايي چې سبا به په فارياب او جوزجان ولايتونو کې يو مياشتني پوځي عمليات پيل شي.
د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک، نن د قانون له حاکميت څخه د ملاتړ وجهي صندوق (لتفا) د مديره پلاوي او کورنيو چارو وزارت په ګډه ناسته کې وويل چې د روان مالي کال له پيل ( د مرغومي له لومړۍ نېټې) به د پوليسو په تنخوا کې پنځه سلنه زياتوالى راشي.
دغه راز ده د جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې د پوليسو د "حق الخطر" په امتيازاتو کې هم ډېروالى راغلى دى.
د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان کې د پوليسو شمېر ١٧٥ زره تنو ته رسېدلى چې ټيټ معاش يې نږدې لس نيم زره او لوړ معاش يې څلوېښت زره افغانۍ دى .
ويس برمک وويل، هڅې کوي چې په کورنيو چارو وزارت کې اړين اصلاحات راولي، ځکه چې د افغانستان خلک او نړيواله ټولنه په چارو کې د روڼتيا غوښتکونکي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام د مرکزي دفتر سرپرست جاسلين ميسن هم په دې ناسته کې د خبرو پر مهال په ياد وزارت کې د اصلاحاتو هڅې وستايلې او ويې ويل چې ملګري ملتونه به له کورنيو چارو وزارت سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
هغه وايي، په دغه وزارت کې اصلاحات او حساب ورکونه د مرسته کوونکو لپاره ډاډ رامنځته کوي چې مرستې يې بېځايه نه لګول کېږي.
د عملياتو پيل
د کورنيو چارو وزارت د وياند مرستيال نصرت رحيمي نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې دغه عمليات په جوزجان او فارياب ولايتونو کې د داعش ډلې او د دولت د نورو وسله والو مخالفينو پر ضد پيلېږي.
ده په جوزجان او فارياب کې د فرانسوي ترهګرو د شتون په تړاو د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د فرانسوي ترهګرو د شتون په اړه يې راپور نه دى تر لاسه کړى، خو په افغانستان کې چيچينايي، پاکستاني او ايراني بهرني ترهګر شتون لري.
د You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن