ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سليم: له طالبانو سره د سولې خبرو لپاره ټولې لارې خلاصې دي

سليم: له طالبانو سره د سولې خبرو لپاره ټولې لارې خلاصې دي

author avatar
11 Dec 2017 - 19:45
سليم: له طالبانو سره د سولې خبرو لپاره ټولې لارې خلاصې دي
author avatar
11 Dec 2017 - 19:45

کابل(پژواک،۲۰ليندۍ۹۶): د سولې د عالي شورا مرستيال وايي چې په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره شرايط تر بل هر وخت برابر شوي دي او افغان حکومت له  طالبانو سره د سولې خبرو اترو لپاره ټولې لارې پرانيستې پرېښې دي.

مولوي عطا‌ءالرحمان سليم چې بدخشان ته يې سفر کړی دی، دغه موضوع يې نن په هغه غونډه کې بيان کړه چې د ځايي چارواکو، سيمه ييزو مشرانو او مخورو، د مدني ټولنې د غړو او د فيض اباد پوهنتون د استادانو هم په کې ګډون کړی و.

نوموړي وويل:" نن طالبان هغه کسان نه دي چې دوه کاله مخکې يې د جګړې له لارې د واک ترلاسه په ترلاسه کولو باور درلود، هغوی نن  سخت خپل منځي اختلافونه لري او پر ډېرو ډلو وېشل شوي دي نو ځکه د افغانستان د سولې عالي شورا د سولې رامنځ ته کېدو لپاره نوې سټراتيژي خپله کړې ده."

د سولي د عالي شورا د مرستيال په وينا، دغه سټراتيژي د سولې د کلتور دودولو او د جګړې ختمولو، د سولې لپاره د ملي اجماع رامنځ ته کېدو،له وسله والو مخالفينو سره د خبرو اترو د لارو پرانيستل کېدو او په هېواد کې پر دايمي سولې ولاړه ده.

عطا‌ءالرحمان سليم وويل:" موږ دوه کاله وړاندې په هېواد کې د سولې راوستلو په اړه کړنلاره نه درلوده، خو نن به د افغانستان د سولې عالي شورا او افغان دولت په نوې سټراتيژۍ سره له طالبانو او مخالفينو سره  خبرو ته کېني."

نوموړي له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د ټولو لارو پر پرانيستلو په ټينګار سره وويل ، هڅه کېږي چې د اړيکو لار رامنځ ته شي څو د خبرو بهير پيل شي او په دې اړه د ټولنې له بېلا بېلو پاټکيو (اقشار) سره سلا مشورې روانې دي.

د سولې د عالي شورا دغه مقام وويل چې جګړه د حل لار نه ده او په بدخشان کې وسله والو مخالفين دې ددې مسالې په درک کولو سره د سولې له بهير سره يوځای شي څو په دغه ولايت کې د ټيکاو رامنځ ته کېدو لپاره زمينه برابره شي او خلک وکولای شي چې د اړتيا امکاناتو په ځانګړې توګه روغتيايي او ښوونيزو برخو کې اړينو امکاناتو ته لاس رسی ولري.

د بدخشان والي احمد فيصل بيګزاد وويل:" په بدخشان کې د جکړې يوازينی لامل په تېرو وختونو کې د کمزوري ځايي حکومت شتون دی او هم د مرکزي حکومت نه پاملرنه ددې لامل شوه چې جګړه زور واخلي او د يمګان او وردج ولسوالۍ سقوط وکړي."

خو نوموړي وويل چې تمه کېږي د سولې د عالي شورا په نوې سټراتيژۍ سره په هېواد کې دايمي سوله رامنځ ته شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.