ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاريون کوونکو د بيت المقدس په اړه د امريکا پرېکړه وغندله

لاريون کوونکو د بيت المقدس په اړه د امريکا پرېکړه وغندله

author avatar
11 Dec 2017 - 18:21
لاريون کوونکو د بيت المقدس په اړه د امريکا پرېکړه وغندله
author avatar
11 Dec 2017 - 18:21

کابل،ايبک(پژواک،۲۰ليندۍ۹۶): په سمنګانو کې لاريون کوونکو او په کابل کې يوه مدني بنسټ د بيت المقدس په اړه د امريکا پرېکړه وغندله او له اسلامي هېوادونو يې وغوښتل چې له امريکا سره دې خپلې ديپلوماتيکې او سوداګرېزې اړيکې وځنډوي.

د امريکا ولسمشر ډونالډټرمپ درې ورځې وړاندې د مسلمانانو لومړۍ قبله ( بيت المقدس) د اسراييلو د پلازمېنې په توګه په رسميت وپېژانده او ددغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت ته يې امر وکړ چې د امريکا سفارت دې له تل ابيب څخه بيت المقدس ته ولېږدوي.

د امريکا دغه پرېکړه له نړيوال منفي غبرګون سره مخ شوه او د فلسطين د کورواکه تشکيلاتو مشر محمود عباس ويلي چې بيت المقدس "د فلسطين هېواد تلپاتې پلازمېنه" ده.

د ټرمپ ددغې پرېکړې پرضد د هېواد په مرکز او يوشمېر ولايتونو کې اعتراضونه ترسره شول او نن د سمنګانو شاوخوا دوه زره کسانو چې ديني عالمان، د مدني بنسټونو غړي او ددغه ولايت نور کسان په کې شامل وو، په ايبک ښار کې يې لاريون وکړ.

هغوی د ټرمپ ددغې پرېکړې په اعتراض کې د ټرمپ انځورونه او د امريکا او ا سراييلو بيرغونه وسوځول.

د ايبک ښار د مرکزي جامع جومات خطيب مولوي عبدالقدير سلطاني دغه لا ريون ته د وينا پرمهال د بيت المقدس په اړه د ټرمپ  پرېکړه وغندله او ويې ويل چې بيت المقدس د فلسطين دی او هېڅ کله به د اسراييلو نه شي.

نوموړي امريکا د مسلمانانو دښمنه وبلله او له ملګرو ملتونو سازمان، بشري حقوقو له مدافع بنسټونو او اسلامي همکارۍ سازمان څخه يې وغوښتل چې د فلسطينيانو له حقوقو څخه دې دفاع وکړي او د بيت المقدس په اړه دې د ټرمپ د پرېکړې عملي کېدو ته اجازه نه ورکوي.

نوموړي له افغان دولته وغوښتل چې تر هغه وخته دې له امريکا سره خپلې ديپلوماتيکې اړيکې وځنډوي چې ټرمپ له خپلې پرېکړې څخه تېر شوی نه وي.

د سمنګانو د ارشاد، حج او اوقافو رییس مولوي صفي الله سراجي هم په نننۍ غونډه کې د خبرو پرمهال وويل:" موږ غواړو چې خپل اعتراضونه د بشري حقونو ارګانونو او بنسټونو ته ورسوو چې بيت المقدس د مسلمانانو لومړۍ قبله ده او دغه ښار د فلسطينيانو او مسلمانانو دی... اجازه نه ورکوو چې اسراييل دغه سپېڅلی ښار خپله پلازمېنه وټاکي. "

د افغانستان د ځوانانو د ملي ټولنې د عالمانو شورا مرستیال روح الله اميني چې په کابل کې يې يوې خبري غونډې ته خبرې کولې وويل:" موږ هېڅکله د اسراييلو د پلازمېنې په توګه د بيت المقدس په رسميت پېژندلو په اړه د ټرمپ پرېکړه  نه منو، بيت المقدس هغه ځای دی چې د اسلام پيغمبر له دې ځايه معراج ته تللی، موږ له بيت المقدس څخه داسې دفاع کوو، لکه حضرت عمر(رض) چې ترې دفاع کړې ده. "

هغه په داسې حال کې چې ويل يې بيت المقدس زموږ سره کرښه ده زياته يې کړه چې مسلمانان له بيت المقدس څخه ددفاع لپاره قربانۍ ته چمتو دي.

هغه له اسلامي هېوادونو څخه وغوښتل چې د امريکا ددغه پرېکړې تر لغوه کېدو پورې دې له دغه هېواد سره خپلې ديپلوماتيکې او سوداګريزې اړيکې وځنډوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.