ښرنه(پژواک،٢٠ليندۍ٩٦): د پکتيکا په برمل ولسوالۍ افغان او بهرنيو ځواکونو د طالبانو پر يوه مرکز عمليات کړي چې په ترڅ کې يې يو قومي مشر له بنده را خوشې شوى او يو شمېر وسلې هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال داد لله خان هوتک د ليندۍ په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه عمليات تېره شپه د پوليسو د ځانګړې قطعې او امريکايي ځواکونو له لوري تر سره شوي دي.
هغه زياته کړه چې په دې عملياتو کې د برمل ولسوالۍ يو قومي مشر صدال خان هم د وسله والو طالبانو له بنده را خوشې شوی دى.
د نوموړي په خبره، په دې عملياتو کې ۱۲ ميله کلاشينکوفونه، پنځه لاسي بمونه، دوه موټر او ګڼ شمېر نور نظامي توکي د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
هغه وايي چې په دې عملياتو کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
دبرمل يوه اوسېدونکي صديق الله پژواک ته وويل: (( يواځې دومره پوهيږم چې دغه عمليات د وسله والو طالبانو پر يو زندان تر سره شوي دي.))
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
برمل د پکتيکا د نا امنو ولسواليو له ډلې څخه ده چې ډېرى وخت په کې د افغان ځواکونو او طالبانو او افغان ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ نښتې کيږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن