ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په زابل کې يوه ښځينه خبرياله هم نشته

په زابل کې يوه ښځينه خبرياله هم نشته

author avatar
11 Dec 2017 - 14:10
په زابل کې يوه ښځينه خبرياله هم نشته
author avatar
11 Dec 2017 - 14:10

کلات (پژواک، ٢٠ ليندۍ ٩٦) : د زابل يو شمېر اوسېدونکي په دغه ولايت کې د ښځينه ژورنالېستانو له نشتوالي د شکايت ترڅنګ وايي چې دوى نه شي کولى خپلې ستونزې  په ډاګه کړي.

دوى وايي، په تېرو ١٦ کلونو کې د افغان دولت تر ټولو لویه لاسته راوړنه د بيان ازادي او د رسنیو پراخ فعالیتونه بلل کیږي چې د نړیوالې ټولنې له خوا پرې سلګونه میلیونه ډالره مصرف شوي ، خو لا هم د هېواد په یو شمېر برخو کې په دې اړه د پام وړ ستونزې شته چې حل ته اړتیا لري.

په زابل کې دا مهال د دولتي راډيو تلوېزيون سربېره  څلور خپلواکې راډيوګانې، يو شمېر مهالنۍ  او د بېلابېلو ملي رسنيو ځينې خبریالان د رسنيو په ډګر کې کار کوي، خو د دوى په منځ کې يوه ښځينه خبریاله، نطاقه يا کم تر کمه اداري او تخنیکي کارکوونکې نشته

د دغه ولایت د مرکز کلات ښار اوسېدونکې ۲۲ کلنه نبیله وايي، ښځه د ټولنې نيمايي برخه جوړوي او دوى اکثره وخت له داسې ستونزو سره مخ کیږي چې بايد رسنيو سره يې شريکې کړي، خو د ښځینه ژورنالېستانو نشتوالي د دوى مخه نيولې.

نوموړې پژواک اژانس ته وويل، ځينې داسې موضوعات راځي چې يواځې ښځينه خبریالانو ته ويل کېدای شي او ځينې ښځې د کلتوري شرایطو په خاطر له نارینه خبریالانو سره خبرو ته زړه نه ښه کوي.

د نبيلې په وينا، دا چې خبریالان نشته، کلتوري ستونزې دي او ښځې په سمه توګه خپل غږ نه شي اوچتولی، نو ستونزې يې همداسې پاتې دي او تر هېچا نه رسېږي.

د زابل د ولایتي شورا غړې زر بي بي سليمانخېله وايي، په خپله په وار وار له داسې ستونزو سره مخ شوې چې يواځې ښځينه خبریالانو ته ويل کېدای شي،  خو دا چې نشته تر اوسه يې هغه خبرې په زړه کې پاتې دي او ستونزې نا حل پاتې دي.

نوموړې پژواک اژانس سره په خبرو کې زياته کړه، دا ستره ستونزه ده، خو د هېچا هم ورته پام نه دى او ځکه نو د دې ولایت د ښځو حالت کې هم بدلون نه دى راغلى.

د ولایتي شورا دغه غړې وايي، افغان دولت، د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د ژورنالېستانو اتحاديې او نورې هغه ادارې چې د رسنیو په برخه کې کار کوي باید زابل ته ځانګړې پاملرنه وکړي او په دې ولایت کې هغه خنډونه په ګوته او له منځه يوسي چې تر اوسه یې د رسنيو په برخه کې د ښځو د کار کولو مخه نیولې ده.

د هغې په وينا، ممکن دا ستونزه به يو وخت په نورو ولایتونو کې هم وه، خو هلته ورته سيمه ييزو چارواکو پاملرنه کړې ده او حل شوې ده خو زابل کې لا هم شته.

په زابل کې د خوشحال خیریه بنسټ په نوم د يوې نادولتي ټولنې مشره شبانه خوشحاله وايي ، د دوى اداره چې کله فعالیتونه لري، نو د رسنيز پوښښ پر مهال يې له یو شمېر ستونزو مخ کیږي چې عمده لامل یې د ښځینه خبریالانو نشتوالی دی.

نوموړې وايي : (( کله چې نارینه خبریالان غونډو او نورو فعالیتونو ته چې زموږ د بنسټ له خوا ترسره کیږي راوبولم اکثره وخت زړه نشم کولی چې ورته زنګ ووهم، ځکه ډاډ نه یم چې رابه شي که نه او بل دا چې د ګډونوالو غبرګون به یې پروړاندې څه وي.))

مېرمن شبانې پژواک ته وويل، هغه ادارې چې د ښځو په برخه کې کار کوي باید د زابل له سیمه ييزو رسنیو سره کار وکړي، تر څو هغوى ښځینه کارکوونکې جذب د یوه کال یا شپږو میاشتو لپاره چې ورسره کار وشي دا موضوع به عادی شي او بیا بې له مرستندویه ادارو رسنۍ کولی شي ځان ته ښځينه کارکوونکې پيدا او جذب کړي.

د زابل د ښځو چارو رييسه صدیقه جلالي وايي، څومره چې د پوهنې او روغتيا په برخه کې د ښځو ګډون لازمي دى همدومره د رسنیو په برخه کې هم د مېرمنو رول ته اړتيا شته.

هغې له پژواک اژانس سره په خبرو کې وویل ، رياست يې څو ځله دا موضوع د ولایت په کچه او له ځینو موسساتو سره ياده کړې ده، خو تر اوسه ورته پاملرنه نه ده شوې.

جلالي وايي ، رسنۍ د یوې ټولنې د ژبې حیثیت لري چې ستونزې، غوښتنې او حالات څېړي او تر چارواکو او نړیوالو یې رسوي، خو په دې برخه کې د زابل ستونزه داده چې د ښځو په اړه دغه ژبه تقریباً ګونګه ده.

نوموړې وايي:(( ښځینه خبریاله د ښځینه ډاکترې په څېر ضرور ده.))

د ښځو چارو رييسې غوښتنه وکړه چې ملي رسنۍ او ادارې په دې برخه کې ډېر مسوولیت لري او که په دې ولایت کې په دایمي ډول ښځینه خبریالانې نه شي استخدامولی؛ نو باید کم تر کمه په هره میاشت کې له نورو ولايتونو څخه یو ځل د ملي تلوېزیون او نورو تلوېزیونونو او راډیوګانو ښځینه خبریالانې زابل ته راشي تر څو دلته د ښځو ستونزې واوري او راپور يې خپورکړي.

مېرمن صديقه جلالي زياتوي، اوس په زابل کې ډېرې باسواده نجونې هم شته چې په رسنیو کې د کار کولو لېوالتیا هم لري، خو یواځې روزنې او د کار د پيل په برخه کې د نورو ادارو مرستې ته اړتیا لري.

په زابل کې د ښکلا راډیو مسوول عبدالمقیم حلیمي پژواک ته وویل چې د ښځينه خبريالانو د نشتوالي پر وړاندې عمده لامل کلتوري ستونزې دي.

هغه زياته کړه، دغه راز ښځې د خپل کاري چاپیریال د خوندیتوب په اړه ډاډه نه دي.

د ده په خبره، کله چې يې د کرنې اړونده یوه پروژه درلوده ښځینه کارکوونکې يې استخدام کړې وې، خو چې پروژه خلاص شوه د اقتصادي ستونزو له امله دوى ونه توانېدل چې معاش ورکړي .  اوس ښځینه کارمندانې نه لري.

د زابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس عبدالرزاق بشر وايي د ښځینه خبریالانو نشتوالی له هغو ستونزو دولتی چارواکي بې خبره پریږدي چې نیمایي جامعه ورسره مخ ده او بالاخره دا ستونزې چې همداسې پاتې وي،  دې حد ته رسیږي چې بیا د مخنیوي وړ نه وي. 

هغه پژواک اژانس ته وويل، دا ستونزې د صحت تعلیم، کورني ژوند او نورو برخو کې حتمي دي چې پيښيږي او همداسي پاتې کيږي. 

د بشر په وينا، په دې ولایت د ښځو د حقونو له فعالینو او نورو ټولنو سره په ګډه کار کوي چې لوستې نجوني وهڅوي تر څو دا تشه ژر تر ژره ډکه کړي.

د زابل ولایت د مطبوعاتو په ډګر کې ښکیلې ټولې ادارې په رسنیو کې د ښځینه کارمندانو موجودیت او کارکول اړين بولي، خو د هغوى د کار د پيل پر وړاندې د پرتو ستونزو د له منځه وړلو لپاره هېڅوک د اقدام جراات نه کوي او لا هم نه ده معلومه چې تر څومره نور وخت پورې به د زابل په رسنیو کې د ښځو غږ چپ وي. 

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.