ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“حکومت له طالبانو سره د خبرو د پيل لپاره له هر میکانیزم سره موافق دی”

“حکومت له طالبانو سره د خبرو د پيل لپاره له هر میکانیزم سره موافق دی”

author avatar
12 Dec 2017 - 16:15
“حکومت له طالبانو سره د خبرو د پيل لپاره له هر میکانیزم سره موافق دی”
author avatar
12 Dec 2017 - 16:15

کندهار (پژواک، ۲۱ لیندۍ ۹۶): کندهار ته د سولې عالي شورا راغلی پلاوی وايي چې حکومت له وسله والو طالبانو سره د خبرو د پیل په موخه له هر میکانیزم سره موافقه لري.

د دغه پلاوي مشر قاضي حبیب الله فوزي د ليندۍ په ٢١مه، پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وویل، حکومت هوډ لري چې له وسله والو طالبانو سره بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.

هغه زیاته کړه، حکومت او د سولې عالي شورا دریځ دا دی چې وسله وال طالبان هر ځای وغواړي، دوی ورسره د سولې خبرې پیلوي.

دی وايي: ((وسله وال طالبان کولای شي هر ځای کې چې وغواړي دفتر ولري، ځکه له دفتر پرته مذاکرات نه کېږي.))

د ده په خبره، حکومت حاضر دی د خبرو د پیل لپاره وسله والو طالبانو ته په کابل کې دفتر ورکړي.

فوزي زیاته کړه، حکومت د سولې د خبرو د پیل لپاره هیڅ شرط نه لري، په ورته توګه وسله والو طالبانو ته هم په کار دي چې مخکې له مخکې کوم شرط وړاندې نه کړي.

ده وویل، حکومت له وسله والو طالبانو سره د خبرو د پیل په موخه له هر میکانیزم سره موافقه لري.

نوموړي پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې جګړه د حل لار نه ده او باید ژر تر ژره د سولې خبرې پیل کړي، ځکه د سولې د خبرو د پیل لپاره هیڅ راز شرعي ممانعت نشته.

دی وايي، حکومت او د افغانستان ولس باعزته سوله غواړي، موږ نه غواړو طالبانو ته ووایو چې تاسې تسلیم شئ، بلکې غواړو له هغوی سره د یوه طرف په توګه خبرې وکړو.

د سولې د شورا د دغه پلاوي مشر وویل چې ولایتونو ته یې سفرونه پیل کړي چې موخه یې په دې برخه کې د ملي اجماع رامنځته کول دي.

د ده په خبره، کندهار ته یې سفر هم په همدې اړه دی او په دې اړه به د دې ولایت له دیني عالمانو، قومي مخورو، مېرمنو، مدني فعالانو او ځوانانو سره وګوري څو د سولې له غږ سره د هغوی غږ ملګری کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.