د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

اروزګان کې تړل شوي روغتیايي مرکزونه بېرته پرانیستل شول

روغتیا

ارشيف

اروزګان کې تړل شوي روغتیايي مرکزونه بېرته پرانیستل شول

Dec 12, 2017 - 15:47

ترينکوټ (پژواک، ۲۱ لیندۍ ۹۶): په اروزګان کې د طالبانو له خوا تړل شوي نږدې ٥٠ روغتيايي مرکزونه بېرته پرانيستل شوي دي.

درې مياشتې مخکې وسله والو طالبانو د دغه ولایت په مرکز او ولسواليو کې ټول ۵۹ روغتیایې مرکزونه وروسته له هغه وتړل چې په وينا يې سم روغتيايي خدمات يې نه وړاندې کول.

سرچينو ويلي چې د اى اېچ ډي سي په نامه يوې روغتيايي موسسې له طالبانو سره ژمنه کړې وه چې په لرو پرتو سيمو کې به ورته جراحي خدمات وړاندې کوي، خو بيا يې دا ژمنه پوره نه کړه.

وروسته معلومه شوه چې له دغو روغتيايي مرکزونو يې ١٠ په دايکنډي ولايت او ٤٩ نور د اروزګان ولايت اړوند دي.

د اروزګان د عامې روغتیا رییس ډاکتر خان اغا میاخېل د ليندۍ په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ د يادې روغتيايي موسسې له خوا ورته مکتوب لېږل شوو چې په کې د ټولو روغتيايي مرکزونو د پرانيستلو يادونه شوې ده.

د هغه په وينا، په دې اړه معلومات نه لري چې ايا دې موسسې له طالبانو سره کړې ژمنې عملي کړي او که نه، خو مياخېل زياتوي چې دا مهال یو شمېر روغتیايي مرکزونه بیا پرانیستل شوي او فعاليت يې پيل کړى دی.

د اروزګان ولایت مقام وايي چې تړل شوو روغتیايي مرکزونو ستونزه يوازې په هغو سیمو کې وه چې د دولت له حاکمیت څخه وتلې وي.

مرستیال والي عبدالواحد پټان پژواک ته وويل چې اوس د ټولو سیمو روغتیايي مرکزونه پرانیستل شوي او خلکو ته خدمات وړاندې کوي.

پټان وایې، له دې وروسته به د روغتیايي خدماتو په وړاندې کولو کې کومه ستونزه نه وي او دولت به هم د دي موسسې پر خدماتو څار کوي څو خلک یو ځل بیا د دې ستونزي سره مخ نه شي.

د يادو روغتيايي مرکزونو په تړل کېدو سره د دغه ولايت اوسېدونکي له ډېرو ستونزو سره مخ شوي وو.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement