ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې له غاصبينو د غصب شوو ځمکو راګرځولو لړۍ پيل شوه

بلخ کې له غاصبينو د غصب شوو ځمکو راګرځولو لړۍ پيل شوه

author avatar
12 Dec 2017 - 18:13
بلخ کې له غاصبينو د غصب شوو ځمکو راګرځولو لړۍ پيل شوه
author avatar
12 Dec 2017 - 18:13

مزارشريف (پژواک، ٢١ ليندۍ، ۹۶): د بلخ ولايت چارواکي وايي، هوډ لري چې د ولسمشر د حکم پر بنسټ د دغه ولايت غصب شوې ځمکې له غاصبينو راوګرځوي.

د ځينو راپورونو له مخې، په بلخ ولايت کې له تېرې يوې نيمې لسيزې راهيسې د ۱۲۰۰ کسانو له خوا کابو ۲۵۰ زره جريبه دولتي او شخصي ځمکې غصب شوې دي.

خو د بلخ ولايت د عدليې رييس سيد جعفر مصباح نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې  ٢٠٠ جريبه ځمکه غصب شوې ده.

هغه وويل چې له غاصبانو د  غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو په تړاو د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم د پلي کولو په موخه  نن د دغه رياست يو پلاوى د بلخ د نهرشاهى ولسوالۍ ته ولاړ.

هغه وويل چې پلاوي په نهرشاهي کې دوه سوه جريبه غصب شوې ځمکه له غاصبينو خلاصه شوې اعلان کړه. ده ونه ويل چې دغه ځمکه چا غصب کړې وه او څه ډول د هغوى له واک څخه وايستل شوه.

دى وايي، چې د بلخ په ځينو نورو سيمو کې هم  د غصب شويو ځمکو د څېړلو او له غاصبانو د بېرته ګرځولو په موخه پلاوي ټاکل شوي دي.

د بلخ ولايت مقام مرستيال محمد بشير توحيدي وويل چې د ولسشمر د حکم پلي کولو په موخه له غاصبانو د غصب شوې ځمکې راګرځولو لړۍ   نن رسما پيل شوه.

توحيدي وويل، چې په دغه ولايت کې د ځمکو د غصب لپاره هر غاصب يوه توجيه برابره کړې، خو دوی به يې پر وړاندې له عدليي او قضايي ارګانونو کار اخلي، تر څو ټولې غصب شوې ځمکې له غاصبانو راوګرځوي.

بلخوا د بلخ د اراضي رييس شېرشاه هوتک وايي، په بلخ کې ځمکې عادي خلکو نه دي غصب کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.