ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” حکومت او خصوصي سکتور بايد په غزني کې پانګونې ته پاملرنه وکړي “

” حکومت او خصوصي سکتور بايد په غزني کې پانګونې ته پاملرنه وکړي “

author avatar
12 Dec 2017 - 18:11
” حکومت او خصوصي سکتور بايد په غزني کې پانګونې ته پاملرنه وکړي “
author avatar
12 Dec 2017 - 18:11

کابل(پژواک،۲۱ليندۍ۹۶): د غزني ولايت د سوداګرۍ او صنايعو خونه، دغه ولايت ته د حکومت د نه پاملرنې له امله نيوکه کوي او وايي چې حکومت او خصوصي سکتور بايد شته وړتياوو ته په پام سره په غزني کې پانګونې ته پاملرنه وکړي.

د غزني د سوداګرۍ او صنايعو خونې د مديره پلاوي مشر عبدالمتين قلندري نن په کابل کې د "په غزني ولايت کې د موکو او ننګونو معلومول او د سوداګرۍ او پانګونې حل لارې" تر عنوان لاندې يوه ورځنۍ ناسته کې وويل چې دغه ولايت د ليتيمو، سرو زرو، مسو او رخام ډبرو په شان کانونه لري او د کرنې لپاره ښه زمينه برابره ده، خو د ياد شوي ولايت په دې برخو کې پانګونې ته پام نه دی شوی.

نوموړي وويل:" دغه کانونه د غزني په امنو سيمو کې دي او ملي او نړيوالو پانګوالو لپاره  د پانګونې ښه موکه برابره ده، موږ په دې برخه کې ددولت او کورنيو او بهرنيو پانګوالو پاملرنه غواړو."

د هغه په وينا، د اوبو درې بندونه چې د سلطان محمود غزنوي په وخت کې جوړ شوي وو، د نه پاملرنې له امله خراب شوي او په دغه ولايت کې د صنعتي پارکونو نه شتون، نا امنۍ او ددغه ولايت د هوايي ډګر کار نا تمام پاتې کېدل هم په ياد شوي ولايت کې شته ننګونې ګڼل کېږي.

هغه وويل چې په غزني کې د هوايي ډګر نه شتون، ددې لامل شوی چې پانګوال په دغه ولايت کې پانګونې ته زړه ښه نه کړي، ځکه د امنيتي ستونزو له امله دغه ولايت ته د ځمکې له لارې تګ راتګ سخت دی.

عبدالکريم متين چې کابو درې مياشتې مخکې د غزني د والي په توګه ټاکل شوی، په نننۍ غونډه کې يې وويل چې ددغه ولايت د کانونو په برخه کې د ميليونونو ډالرو پانګونې ته زمينه برابره ده، خو د جدي پاملرنې د نه شتون له امله غزنی تر اوسه يو وروسته پاتې ولايت دی.

نوموړي زياته کړه، اړتيا ده چې خصوصي سکتور او حکومت په دغه ولايت کې د ستونزو د حل او پروګرامونو د برابرېدو په برخه کې په ګډه کار وکړي.

د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزير محمد حميدطهماسي په دغه غونډه کې ژمنه وکړه چې د هوايي او ځمکني ترانسپورټ د ستونزو د حل په برخه کې به اقدام وکړي. 

هغه د جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې د غزني ولايت خلک به تر يوې اوونۍ پورې په دغه ولايت کې د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت له خوا د ځينو پروګرامونو د پېلولو شاهد و اوسي.

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د سوداګريزو چارو مرستيالې کاملې صديقي هم په دغه غونډه کې وويل چې ياد وزارت له اړونده ارګانونو سره کار کوي چې په غزني کې صنعتي پارک جوړ شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.