ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امریکا نوي سفیر  له افغانستان سره  د اړیکو د لا پراختیا ډاډ ورکړ

د امریکا نوي سفیر له افغانستان سره د اړیکو د لا پراختیا ډاډ ورکړ

author avatar
12 Dec 2017 - 18:01
د امریکا نوي سفیر  له افغانستان سره  د اړیکو د لا پراختیا ډاډ ورکړ
author avatar
12 Dec 2017 - 18:01

کابل (پژواک، ٢١ ليندۍ ٩٦): په افغانستان کې د امريکا نوى سفير وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ به په بېلا بېلو برخو کې د لا زيات همکاريو د فضا برابرولو کوښښ وکړي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن مازیګر د افغانستان لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د نوي سفیر جان آر باس (John R. Bass) باورلیک ومانه.

سرچينه کاږي، د باورلیک وړاندې کولو له مراسمو وروسته چې په ارګ کې ترسره شول، د امریکا متحدو ایالتونو نوي سفیر  جمهور رئیس غني ته  د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د لا پراختیا په برخه کې د خپلو کوښښونو ډاډ ورکړ.

سرچينه زياتوي، ولسمشر غني د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو نوي سفیر ته د نوې دندې مبارکي وویله او له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې یې د امریکا متحدو ایالتونو د همکاریو د قدردانۍ ترڅنګ، نوموړي ته په دغه نوي ماموریت کې د بریالیتوب هیله وکړه.

له بلې خوا ياد شوي سفير، نن د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير صلاح الدين رباني سره هم کتلي دي.

له بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې د امريکا نوي سفير د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ستراتيژيکې بللي او همداراز يې له افغانستان سره د امريکا د ژمنو پر ترسره کېدو ټينګار کړى دى.

جان ار باس د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا، کابو پنځه مياشتې وړاندې (د جولاى په مياشت کې) په کابل کې د دې هېواد د نوي سفير په توګه انتخاب شوى و. نوموړي تردې وړاندې په ترکيه کې د امريکا د سفير په توګه دنده ترسره کوله. دغه راز هغه په څو نورو هېوادونو کې هم ديپلوماتيکې دندې ترسره کړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.