کابل (پژواک، ٢١ ليندۍ ٩٦): د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون، د دغه کمېسيون د يوه غړي په معرفي کې د حکومت پر ځنډ نيوکه کوي، وايي د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې طرحه يې حکومت ته استولې ده.
دغه کمېسيون وايي، د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې به په هغه صورت کې راتلونکى کال د کاغذي تذکرو له مخې تر سره شي چې حکومت امنيت ټينګ او بوديجه ورته برابره کړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون غړي او وياند عبدالبديع صياد نن د دې کمېسيون له نورو غړو سره په يوه خبري ناسته کې وويل چې کمېسيون د رايې ورکوونکو نوملړ طرحه يې په تېرو دريېو مياشتو کې جوړه کړې او د سياسي ګدونونو او مدني فعالانو تر مشورې او تاييد وروسته يې حکومت ته استولې ده.
هغه وويل چې د دې طرحې له مخې، د کاغذي تذکرو له مخې د ټولو هغو کسانو نوم ليکنه کېږي چې د رايې ورکولو شرايط يې پوره کړي وي.
دى وايي، د هغه کس پر تذکره چې نوم ليکنه يې وشي، داسې معلومات نښلول کېږي چې له مخې يې کولاى شي اړوند مرکز پيدا او هلته خپله رايه وکاروي.
د ده په وينا، د نفوسو د احوال د ثبت اداره د هېواد لس ميليونه وګړو ته چې لا تر اوسه يې د تابعيت تذکره نه وي اخيستې، د نوم ليکنې د بهير پيلولو څخه د مخه، د تابعيت تذکرې وېشي.
هغه وويل چې دغه طرحه د حکومت له رهبرۍ، ماليې وزارت او نړيوالو مرسته کوونکو سره شريکه شوې ده. ده هيله څرګنده کړه چې اړوندې مراجع د دغې طرحې د پلي کولو لپاره مالي امکانات برابر کړي.
هغه زياتوي، د نوم ليکنې په هر مرکز کې به د ښځو لپاره ځانګړي ځايونه شتون ولري او د ټاکنو کمېسيون د نوم ليکنې بهير د پلان له مخې د راتلوونکي کال په وري مياشت کې پيلوي.
د کمېسيون غړي په معرفي کې ځنډ
صياد وايي، د ټاکنو د خپلواک کمېسيون يو کس شاوخوا يوه مياشت مخکې له دندې لرې شوى او حکومت بايد د ټاکنو قانون له مخې د هغه پر ځاى په يوه اوونۍ کې بل تن معرفي کړى واى.
ده له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د دې کمېسيون د دارالانشاء برخليک هم څرګند کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن