کابل (پژواک، ٢١ ليندۍ ٩٦): روسيې د افغان شخړې هواري لپاره له طالبانو او د سيمې له هېوادونو د سولې پر خبرو ټينګار کړى دى.
دغه څرګندونې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف د هندوستان په نوي ډيلي ښار کې د چين، هند او روسيې د بهرنيو چارو وزيرانو په درې اړخيزه غونډه کې کړې دي.
په دې دوه ورځنۍ غونډه کې چې پرون پيل شوې، د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان پر موضوع هم خبرې کېږي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزير يادې غونډې ته په خپله وينا کې ويلي چې دوى د افغانستان د سولې پروسې ملاتړ کوي.
هغه زياته کړه چې هېواد يې له افغان طالبانو سره اړيکې نيولې، څو د سولې خبرو اترو ته يې اماده کړي.
د هندي رسنيو د راپورونو له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزير په افغانستان کې ترهګرو ته د ماتې ورکولو په موخه د امريکا نوې ستراتيژي رده کړه.
لاوروف زياته کړې: ((پوځي او نظامي اقدامات په تېرو ١٥ کلونو کې په افغانستان کې تاوتريخوالى کم کړى نه دى.))
نوموړي د افغان شخړې هواري لپاره پر پراخ بنسټه خبرو اترو ټينګار کړى او ويلي يې دي، تر هغې پورې چې ټول پر يو مېز راټول نه شي، ستونزه نه هوارېږي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزير په ډاګه کړې، افغان حکومت، طالبان او هغه خلک چې په افغان شخړه کې اغېز لري د ګاونډيانو په ګډون بايد ورته سياسي حل لاره را اوباسي.
هغه يو ځل بيا د امريکا هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې روسيه له طالبانو سره پوځي مرستې کوي .
لاوروف وويل، امريکا په دې اړه تر اوسه هېـڅ ډول ثبوتونه او شواهد نه دي وړاندې کړي.
ده زياته کړې: ((موږ له طالبانو سره د دوو موخو لپاره اړيکې نيولې وې، لومړى د دې لپاره چې زموږ او يا زموږ د متحدينو وګړي امنيت خوندي شي او بله دا چې طالبان د سولې خبرو ته اماده کړو.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن