هرات (پژواک، ٢١ ليندۍ ٩٦): هرات ښار کې نن د افغانستان او ايران د صنعتي توليداتو دوولسم ګډ نندارتون ترسره شو، چې په کې د دواړو هېوادونو شاوخوا ٥٠ شرکتونو خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړل.
دغه څلور ورځنى نندارتون، د افغانستان د هرات ولايت او د ايران د خراسان رضوي ولايت د يو شمېر سيمه ييزو چارواکو په شتون کې د هرات ښار په "اسمان" تالار کې ترسره شو.
د ولسمشر د اقتصادي چارو سلاکار سيروس علاف، د افغانستان او ايران ترمنځ د دوستۍ او سوداګريزو اړيکو د رامنځته کولو په برخه کې د ورته نندارتونونو ترسره کول مهم وبلل او ويې ويل، افغان دولت هوډ لري چې له ايران دولت سره په ګډه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د راکړې ورکړې د پراختيا په برخه کې کلک ګامونه پورته کړي.
نوموړي د پولې دواړو لوريو ته شته ستونزو ته په اشارې سره وويل: "د ايران له سرکنسل هيله کوم چې يو کاري ټيم رامنځته کړي، د پروګرامونو د عملي کولو په برخه کې بايد هلې ځلې وکړو، پر دې سربېره چې د ايران د ګمرکونو په برخه کې بدلونونه رامنځته شوي؛ موږ لا ډېره هڅه کوو او دندې سره وېشو."
هرات ولايت کې د ايران سرکنسل محمود افخمي رشيدي د ياد نندارتون د پرانېستې په مراسمو کې وويل، چې هرات ولايت ډېرې وړتياوې لري او د نندارتونونو ترسره کول د توليد کوونکو او مصرف کوونکو ترمنځ د اړيکې د پل په معنا دى او نندارتونونه چې هر څومره ډېر دوام وکړي؛ هغومره زيات اغېز لري.
نوموړي دغه راز زياته کړه: "زه نورو پېژندل شوو شرکتونو ته سپارښتنه کوم چې د خپل ځان د ساتلو او د ډېرو سياليو په موجوديت سره د سټنډرډ جوړولو لوري ته حرکت وکړي او د مصرف کوونکو لومړني حقونه رعايت کړي."
ورته مهال د دغه نندارتون د ترسره کولو مسوول او نندارتونيزو پروژو د مديريت شرکت د عامل مدير عليرضا صدرزاده وويل، چې په دغه نندارتون کې د دواړو هېوادونو د صنعتي توليداتو ٥٠ غرفې نندارې ته وړاندې شوې، چې له دې جملې يې لس غرفې د افغانستان د توليداتو په ځانګړي ډول هرات ولايت اړوند دي.
د هغه د معلوماتو پر بنسټ، د کور لوازم، ودانيز توکي، خوراکي توکي، موکيت فرش، د برېښنا سيم او کېبل، ګبين، وچې مېوې، صنعتي دستګاوې او ماشين الات د دغه نندارتون له عمده توليداتو بلل کېږي.
هغه زياته کړه: "په تېرو څو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ډېرې پراخه شوې او د ياد پرمختګ ډېرې برخې د دا ډول ننداتونونو ترسره کولو له امله دي."
د هرات د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشر سيد خطيبي پژواک ته وويل، چې د افغانستان او ايران ترمنځ د ګډو نندارتونونو پرانېسته او رامنځته کول د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګښت لامل کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن