کابل (پژواک، ٢١ ليندۍ ٩٦): ولسمشر غني د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان د مشرانو په فوق العاده ناسته کې د ګډون لپاره ترکیې ته لاړ.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړى، نن ماښام د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د ترکيې استانبول ښار ته لاړ.
سرچينه کاږي، ولسمشر غني به په یاده ناسته کې د ګډون ترڅنګ، سبا ته په خپله وینا کې د بیت المقدس په رسمیت پېژندلو او دغه ښار ته د امریکا متحدو ایالتونو د سفارت د انتقال په اړه د افغانستان د حکومت او خلکو لیدلوری او اندېښنه بیان کړي.
د خبرپاڼې د معلوماتو پربنسټ، له نوموړي سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او څو نور چارواکي هم ملتيا کوي.
د امريکا ولسمشر دونالډ ترامپ، د ليندۍ په ١٥مه اعلان وکړ چې بيت المقدس د اسراييلو د پلازمېنې په توګه په رسميت پېژنې. هغه د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ته امر وکړ چې د امريکا سفارت دې د اسراييلو له مرکز تل آويو څخه بيت المقدس ته ولېږدوي.
خو د امريکا دغه پرېکړه د افغانستان د حکومت په ګډون د نړۍ له منفي غبرګون سره مخامخ شوه.
دغه راز د تېرې جمعې په ورځ په افغانستان کې زرګونو تنو د امريکا له خوا د اسراييلو د پلازمېنې په توګه د بيت المقدس په رسميت پېژندلو په غبرګون کې لاريونونه وکړل او ويې ويل چې د امريکا دغه کړنه د نړۍ مسلمانانو ته د منلو نه ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن