د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

" په سرپل کې د ولسي پاڅون يو قوماندان له طالبانو سره يوځای شوی "

" په سرپل کې د ولسي پاڅون يو قوماندان له طالبانو سره يوځای شوی "

Dec 12, 2017 - 18:16

د سرپل ښار(پژواک،۲۱ليندۍ۹۶): يوه سرچينه وايي چې د سرپل د سانچارک ولسوالۍ د ولسي پاڅون يو قوماندان رييس کريم له خپلو يوشمېر کسانو سره له وسله والو طالبانو سره يوځای شوی او اوس په دغه سيمه کې جګړه روانه ده.

ددغه ولايت يوې امنيتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې په ډاګه شي وويل چې تېره شپه په "تبير"کلي کې د ولسي پاڅون کوونکو د دوو قوماندانانو ( رييس کريم او ابراهيم) ترمنځ نښته رامنځ ته شوې چې په پايله کې کريم له خپلو يوشمېر کسانو سره له وسله و الو طالبانو سره يوځای شوی دی.

هغه چې نن له غرمې وروسته يې خبرې کولې وويل چې اوس په سيمه کې سخته جګړه روانه ده.

طالبانو ويلي چې رييس کريم له خپلو ۴۰وسله والو کسانو سره له طالبانو سره يوځای شوی دی.

د سرپل د والي وياند ذبيح الله اماني له طالبانو سره د رييس کريم يوځای کېدل تاييد نه کړل، خو ويې ويل چې د ياد شويو دوو قوماندانانو ترمنځ جګړه رامنځ ته شوې او طالبانو له دې وضعيت څخه په ګټې اخيستنې سره بريد کړی او ددغه کلي لوېديځې برخې يې نيولې دي.

نوموړي زياته کړه چې په دغه نښته کې يو طالب وژل شوی او د رييس کريم درې کسان ټپيان شوي دي.

اماني وويل چې مرستندويه ځواکونه سيمې ته استول شوي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement