زرنج (پژواک،۲۱ليندۍ۹۶): د نيمروز ولايت په کنګ ولسوالۍ کې د کابو ۱۸ميليون افغانيو په لګښت د اوبو دوې ويالې ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي.
د نيمروز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ادارې رييس محمد اکبر شريفي پژواک خبري اژانس ته وويل چې کنګ ولسوالۍ د سيادک وياله د کرنې او مالدارۍ وزارت له بوديجې څخه په څه باندې ۱۲ميليون افغانيو لګښت سره چې ۱۷۴۴متره اوږدوالى او د ۱،۸۰متره سور لري، د ۴مياشتو په اوږدو کې په پاخه او اساسي ډول جوړه او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
هغه دغه راز وويل چې د يادې شوې ولسوالۍ د حاجي ګلزار وياله هم د کرنې وزارت له بوديجې د ۵ميليون او ۸۰۰زره افغانيو په لګښت سره په پاخه او اساسي ډول د ۷۴۰متره اوږدوالي او ۱،۸متره سور په درلودلو سره د ۵مياشتو په اوږدو کې بشپړه شوې ده.
نوموړي زياته کړه چې دغه دوې ويالې به کابو ۹زره جريبه ځمکه خړوبوي او له امله به يې له ۱۵۰۰ډېرو کسانو ته د کار زمينه برابره شي.
د نيمروز والي انجنير محمد سميع وايي، د اوبو کابو کول، د اوبو رسونې د تاسيساتو ساتنه او د اړتيا وړ ويالو او تاسيساتو جوړول او رغول د اوبو رسونې په برخه کې د سيمه ييز حکومت له مهمو پروګرامونو څخه دي.
د ده په وينا، شک نشته چې د دغه ولايت خلک به له ويالو او د اوبو رسونې له تاسيساتو څخه د سمې ګټې اخيستنې ترڅنګ له هغو څخه ساتنه هم وکړي.
د کنګ و لسوالۍ اوسېدونکی باران وايي چې په ياده شوې ولسوالۍ کې د اوبو د نه شتون له امله کرنه نه کېږي او هيله ده چې د دغو ويالو په جوړېدو سره به خلک بېرته خپلې کرنې ته مخه کړي.
هغه زياته کړه چې نوموړې ولسوالۍ د خلکو اقتصاد پر لږې کرکيلې او کرنې سره ولاړ و او د دغې ولسوالۍ د کرنيزو محصولاتو په بېرته پيلېدو سره به نيمروز په دې برخه کې پر ځان بسيا کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن