ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل او سمنګان کې له زرګونه بېځايه شوو کورنيو سره مرسته وشوه

کابل او سمنګان کې له زرګونه بېځايه شوو کورنيو سره مرسته وشوه

author avatar
12 Dec 2017 - 17:10
کابل او سمنګان کې له زرګونه بېځايه شوو کورنيو سره مرسته وشوه
author avatar
12 Dec 2017 - 17:10

کابل (پژواک، ٢١ ليندۍ ٩٦): د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) سمنګان ولايت کې له ١٥٠٠ بېځايه شوو کورنيو سره د ٢٨٦ ټنه خوراکي توکو او کابل کې له شا وخوا لس زره بېوزله کورنيو سره د ٦٥،٨ ميليون افغانيو نغدي مرسته کړې ده.

يادې نغدې پيسې له ٩٦٠٠ بېوزلو کورنيو سره چې بېځايه شوې کورنۍ، کډوال او نور کسان په کې شامل دي، د ژمي په درېيو مياشتو کې د سکوپ سيستم (د مستحقينو د مديريت ډيجيټلي سيستم) له لارې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په همکارۍ وېشل کېږي.

د کډوالو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي د ياد سيستم د پرانېستې په مراسمو کې وويل، چې په کابل کې بېوزله او مستحقې کورنۍ به په ياد سيستم کې ثبت او له دغه سيستم په ګټې به د مرستو وېشلو په برخه کې د فساد مخه ونيول شي.

هغه زياته کړه، ټاکل شوې د هېواد په کچه د راتلونکي ميلادي کال تر جون مياشتې پورې تر دو ميليون کسانو او تر راتلونکو دوه کلونو پورې اووه ميليون بېوزله کورنۍ ثبت شي.

بلخي په ډاګه کړه، د ياد سيستم يوه ګټه هم د مرسته کوونکو موسسو د باور ترلاسه کول دي، ځکه  د هغه کارت له مخې، چې مستحقو کسانو ته وېشل کېږي؛ دوى په دې ډاډمن کېږي چې له کومې کورنۍ سره څه ډول مرسته شوې ده.

د کابل والي محمد يعقوب حيدري په دغه ناسته کې په خپل وخت د خوړو نړيوال سازمان له مرستو څخه د مننې ترڅنګ وويل، چې له بېوزلو کورنيو سره د مرستې کولو په برخه کې د (سکوپ) پروګرام ترسره کول؛ غوره ګام دى.

نوموړي زياته کړه: "د ډېرې بدبختۍ ځاى دى، چې د بېوزلو  کسانو له خوراک او خوړو چې دوى له ډېرو لرو سيمو بېځايه شوي او يا هم له کډوالۍ راستانه شوي؛ ناسمه ګټه پورته کېږي او که چېرې ناوړه ګټه نه پورته کېدلى نو دا ډول يو پروګرام به نه رامنځته کېده."

په افغانستان کې د خوړو نړيوال دفتر مشر ميک لورنتزين (Mick Lorentzen) وويل، سکوپ په افغانستان کې يو نوى پروګرام دى، چې د لومړي ځل لپاره په ننګرهار او کندهار کې پر ٢٥٠٠ کورنيو  عملي  شوى دى او اوسمهال په کابل کې پر ٩٦٠٠ کسانو عملي کېږي.

نوموړي زياته کړه، ياد سيستم د خوړو له نړيوال پروګرام سره د مستحقو او بېوزلو کسانو د پېژندنې او له دوى سره د مرستې په برخه کې ډېره مرسته کوي او د ياد سيستم په عملي کېدو سره به د روڼتيا رامنځته کېدو سربېره د مرستو د غوره مديريت په برخه کې هم ډېره همکاري وکړي.

د يوه بل خبر له مخې، نن سمنګانو ولايت کې له ١٥٠٠ بېوزلو کورنيو سره د اوړو، دال، غوړيو او مالګې په ګډون د ٢٦٨ ټنه خوراکي توکو مرسته وشوه.

د "موسسه بازساى امداد اندخوى" موسسې مشر انجنير رازمحمد حاجي زاده، چې د دغو توکو د وېش مسووليت يې پر غاړه درلود؛ وويل چې دغه توکي د خوړو نړيوال سازمان په مرسته چمتو شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.