ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست ښار د پاکوالي په موخه عمومي حشر  وشو

د خوست ښار د پاکوالي په موخه عمومي حشر وشو

author avatar
13 Dec 2017 - 16:57
د خوست ښار د پاکوالي په موخه عمومي حشر  وشو
author avatar
13 Dec 2017 - 16:57

خوست ښار (پژواک، ۲۲ ليندۍ ۹۶): د خوست يو شمېر ځوانانو او د ښاروالۍ کارکوونکو په رضاکارانه ډول د ښار د پاکوالي په موخه عمومي حشر وکړ.

دغو ځوانانو او د ښاروالۍ کارکوونکو چې شمېر يې لسګونه کسانو ته رسېده، همدا ډول له خپلو ملي امنيتي ځواکونو څخه د ملاتړ په موخه هغوی ته وينه هم ورکړه.

د خوست ښاروال انجنير عبدالبصير محمدزي چې په ياد شوي حشر کې يې برخه اخيستې وه، پژواک خبري اژانس ته وويل، له دې پروګرام څخه يې موخه د ښار پاکوالي ته د خلکو متوجه کول او په ټولنه کې د رضاکارانه کار دودول دي.

نوموړي د خوست ښار له عامو خلکو او دوکاندارانو غوښتنه وکړه  چې د ښار په پاکوالي کې له هغوی سره همکاري وکړي.

هغه زياتوي: ((ښاروالي په موجوده امکاناتو نه شي کولی چې ښار پاک وساتي، نو خلک بايد موږ سره مرسته وکړي. بله هيله مو دا ده چې زموږ ترافيک پوليس هم بايد خپلو دندو ته متوجه شي او دې برخه کې موږ سره همکاري وکړي.))

محمدالله يو له هغو ځوانانو څخه دی چې په ياد شوي حشر کې يې ګډون کړی و. هغه پژواک اژانس ته وويل، دا چې ښار د ټولو ګډ کور بلل کېږي، نو په همدې موخه يې په رضاکارانه ډول د ښار د پاکوالي په حشر کې برخه واخيسته.

هغه وايي: ((هر کله چې ځوانان، مدني فعالان او په خپله چارواکي په رضاکارانه ډول د ښار د پاکوالي لپاره لاس په کار کېږي، نو ښاريان بيا په خپله د ښار پاکۍ ته متوجه کېږي او ښار صفا ساتي.))

په همدې حال کې د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رييس محمد امين شاه الفت چې په دې پروګرام يې له ښاروالۍ سره همکاري درلوده، پژواک اژانس ته وويل، د ښار د پاکوالي لپاره دا ډول پروګرامونه ډېر اغېزمن تماميږي.

نوموړی همدا ډول ملي امنيتي ځواکونو ته د وينې ورکول هم پرځای ګام بولي او وايي، د هغوی دا کار به د ټولنې نور وګړي دې ته وهڅوي، چې له خپلو امنيتي ځواکونو سره په سختو حالاتو کې همکاري وکړي.

هغه زياته کړه: ((د ټولنې هر فرد بايد د خپل سر په قېمت له خپلو امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي او هغوی ته وينه ورکړي، څو د هغو سرتېرو ژوند وژغورل شي چې په ټپي حالت کې دي.))  

يو شمېر نورو ځوانانو بيا ويل، که څه هم د ښار پاکوالى د ښاروالۍ مسووليت دی، خو د عام ولس همکاري او ونډه هم په کې ډېره اړينه او مهمه ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.