ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عبدالله: د ټاکنو په مقدماتي او لومړنيو چارو کې ځنډ د منلو وړ نه دى

عبدالله: د ټاکنو په مقدماتي او لومړنيو چارو کې ځنډ د منلو وړ نه دى

author avatar
13 Dec 2017 - 19:37
عبدالله: د ټاکنو په مقدماتي او لومړنيو چارو کې ځنډ د منلو وړ نه دى
author avatar
13 Dec 2017 - 19:37

 

کابل (پژواک، ٢٢ ليندۍ ٩٦): د حکومت اجرائيه مشر پر خپل وخت د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو پر ترسره کولو ټينګار کړى او وايي، د ټاکنو په لړۍ کې ټول ښکېل بنسټونه بايد په منظمه توګه د رڼو، عادلانه او پر خپل وخت د ترسره کېدونکو ټاکنو لپاره هلې ځلې وکړي.

د ملي يووالي حکومت اجرائيه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله نن د "سياسي ګوندونو کې د ښځو پياوړتيا" تر عنوان لاندې ناسته کې وويل، چې د ټاکنو خپلواک کميسيون ستونزمن پړاو شا ته پرېښى دى.

هغه زياته کړه: "زه په دې کې هم شک نه لرم، چې يو ډول بې باوري او دغه راز په ځينو ځايونو کې تر يوه بريده بې پروايي او پر يوه بل د ملامتۍ اچول تر سترګو کېږي چې دا کار به له موږ سره مرسته ونه کړي، مهمه دا ده چې ټول د عادلانه او رڼو ټاکنو لپاره مرسته وکړو او هيله لرم، چې له دې وروسته د ټاکنو په مقدماتي چارو کې ځنډ رامنځته نه شي."

نوموړي، د ټاکنو خپلواک کميسيون د يوه کمېشنر کمښت ته په اشارې سره هيله څرګنده کړه، چې ډېر ژر به يو نوى غړى کميسيون ته ور وپېژندل شي.

د حکومت اجرائيه مشر په ټاکنو کې له ښکېلو بنسټونو وغوښتل، چې په منظم ډول د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو ترسره کولو لپاره هلې ځلې  وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو خپلواک کميسيون غړو پرون په خبري ناسته کې حکومت د ټاکنو ترسره کولو برخه کې پر کم کارۍ تورن کړ او ويې ويل، که چېرې حکومت ياد کميسيون ته مالي سرچينې برابرې کړي او امنيت ټينګ کړي؛ ټاکنې به په خپل ټاکل شوي وخت ترسره شي.

بلخوا اجرائيه مشر په نننۍ ناسته کې وويل، له بده مرغه په تېرو ١٦ کلونو کې هغه څه چې بايد د ښځو د ونډې اخيستو په برخه کې ترسره شوى وى، نه دي ترسره شوي.

نوموړي په ټولنه کې د ښځو رول مهم وباله او ويې ويل، ښځې په خپلو وړتياوو سره په ټاکنو کې نفوذ ترلاسه کولى شي، خو سياسي تجربو ښودلې، هغه ګوندونه چې د ښځو پرمختګ برخې ته پاملرنه نه کوي؛ وروسته کارونه يې ښه نه وي.

عبدالله په سياسي ګوندونو کې د ښځو پر رول ټينګار وکړ او ويې ويل: "سياسي چاپېريال تر ډېره د ښځو د فعاليت په برخه کې محدوديتونه لري؛ خو زه دا ژمنه کوم چې په پام کې نيول شوو ملي پروګرامونو کې به د ښځو لپاره د فعاليتونو فضا او زمينه برابره کړو."

د ټاکنو خپلواک کميسيون سرپرستې او عملياتي مرستيالې وسيمې بادغيسۍ د ټاکنو له لړۍ د ښځو ملاتړ مهم و باله او ويې ويل؛ چې له ښځو بايد ملاتړ وشي.

هغې د دې خبرې په څرګندولو سره چې د ټاکنو خپلواک کميسيون له ٧ غړو يې دوه ښځې دي، وويل چې هڅه کوي د ولايتونو پر ٢٤ ټاکنيزو بستونو هم با ظرفيته ښځې په دندو وګوماري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.