ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکايي جنرال: په ژمي کې به د طالبانو لپاره جګړه کول سخت وي

امریکايي جنرال: په ژمي کې به د طالبانو لپاره جګړه کول سخت وي

author avatar
13 Dec 2017 - 12:01
امریکايي جنرال: په ژمي کې به د طالبانو لپاره جګړه کول سخت وي
author avatar
13 Dec 2017 - 12:01

واشنګټن (پژواک، ٢٢ ليندۍ ٩٦): په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو يوه لوړپوړي جنرال ويلي چې د طالبانو پر مالي سرچينو تر بريدونو وروسته به د ژمي جګړه د هغوى لپاره ډېره سخته وي.

دغه څرګندونې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت د راتلونکو پلانونو او عملياتو د څانګې مشر امریکایي بريد جنرال لانس بنچ له کابل څخه په واشنګټن کې امريکايي خبريالانو سره د ويډيو کنفرانس له لارې کړې دي.

هغه زياته کړې: "امريکايي ځواکونه به تر هغه په افغانستان کې وي چې ماموريت يې پاى ته نه وي رسېدلى."

د نوموړي په باور، د افغانستان او سوېلي اسيا لپاره د ولسمشر ټرمپ اعلان شوې تګلاره په ښه توګه پر مخ ځي.

جنرال بنچ ويلي، پخوا په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو ماموريت او شتون له نیمګړتیا سره مخ و، ټاکل شوې وه چې يواځې زر امريکايي سرتېري دلته پاتې شي، خو د ولسمشر ټرمپ له خوا د نوې تګلارې تر اعلان وروسته نه يواځې پخواني زرګونه سرتېري په افغانستان کې پاتې شول، بلکې درې زره نور هم ولېـږل شول.

د ناټو او امريکا دغه لوړپوړي جنرال ويلي، روان ژمى به  د وسله والو طالبانو لپاره ډېر اوږد او سخت وي؛ ځکه د طالبانو د عوایدو سرچینو پر خلاف بريدونه به دوام ومومي.

هغه زياته کړه چې په هلمند ولايت کې د وسله والو طالبانو د نشه يي توکو د تولید او پروسس پر فابریکو بریدونه شوي او دغه عملیات به د يوې اوږدې مودې لپاره دوام وکړي.

جنرال بنچ وايي، د دغو  هوایي بریدونو له پیل څخه تر اوسه د نشه يي توکو ۲۵ فابریکې له منځه وړل شوې او د دې توکو مافیا ته شاوخوا ۸۰ ميليونه ډالره مالي زیان اوښتی دی.

نوموړي وويل، په دغو هوایي بریدونو کې وسله والو ته هم نږدې ۱۶ میلیون ډالر مالي زیان اوښتی چې په پام کې وه د نشه يي توکو له تولید او قاچاق څخه يې ترلاسه کړي.

د ناټو دغه جنرال وايي، دغه راز په عملیاتو کې د امریکا هوایي ځواکونو تر څنګ د امریکا پوځ او افغان ځواکونه هم برخه لري او د امریکا پوځ توپچي قواوو په روانه اوونۍ کې د طالبانو پر مورچو بریدونه کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.