د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د هېواد ځينو سيمو کې د ناپېژانده بهرنيو وګړو کورنۍ ځای پرځای شوې دي "

"د هېواد ځينو سيمو کې د ناپېژانده بهرنيو وګړو کورنۍ ځای پرځای شوې دي "

Dec 13, 2017 - 18:24

کابل(پژواک،۲۲ليندۍ۹۶): د ولسي جرګې ځينې غړي وايي چې د هېواد په ځينوشمالي او ختيځو ولايتونو کې يو شمېر ناپېژانده بهرنيو وګړو کورنۍ ځای پرځای شوې دي او د داعش ډلې تر چتر لاندې يې دولت ضد فعاليتونه پيل کړي دي.

په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازي مولوي عبدالرحمن رحماني د يادې شوې جرګې په نننۍ غونډه کې د جزيياتو له ورکولو پرته وويل:" له اروپايي هېوادونو څخه افغانستان ته نا پېژانده بهرنيان راغلي، په شمالي او ختيځو ولايتونو کې ځای پرځای شوي او د ورانکارو او ترهګريزو فعاليتونو يې لاس پورې کړی دی. "

هغه زياته کړه چې دغه کسان د داعش ډلې په چوکاټ کې په ننګرهار، جوزجان، فارياب او سرپل ولايتونو کې فعاليت کوي چې حکومت او نړيواله ټولنه يې بايد مخه ونيسي.

رحماني وويل ، نه پوهېږي چې دغه کسان له کومې لارې او څه ډول افغانستان ته راغلي دي.

په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازي زلمي مجددي هم د رحماني خبرې تاييد کړې او ويې ويل چې يوشمېر بهرني وګړي له خپلو کورنيو سره يوځای په ځينو ولاينو کې ځای پرځای شوي دي او دداعش ډلې ته ځوانان  جذبوي.

هغه زياته کړه :" داسې راپورونه شته چې د امريکايي ځواکونو په چوکاټ کې افغانستان ته د اسراييلو د استخباراتو اړوند کسان راځي او ان د اسراييلو استخبارات په افغانستان کې د داعش ډلې د تجهيز او تمويل مسووليت پرغاړه لري."

هغه په دې اړه نور جزييات په ډاګه نه کړل خو ويې ويل:" همدا اوس امريکايان له وېزې پرته افغانستان ته راځي او څوک نشته چې له دوی څخه پوښتنه وکړي، موږ نه پوهېږو چې دا رښتيا هم امريکايان دي او يا د دوی په منځ کې نور کسان په سيمه کې د استخباراتي موخو لپاره افغانستان ته راځي. "

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ، ملي امنيت شورا او بهرنيو چارو وزارت له مطبوعاتي دفترونو سره خبرې وکړي، خو له دوی سره اړيکه ونه نيول شوه.

د ولسي جرګې يوشمېر نورو غړيو هم وويل چې داعش ډله په شمالي او ختيځو ولايتونو کې کسان جذبوي او که مخه يې ونه نيول شي، راتلونکې پسرلي کې به ستونزې رامنځ ته کړي.

 دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې په لوګر ولايت کې د امنيتي ځواکونو له خوا د درې مېرمنو او څلورو ماشومانو په ګډون ۱۱بهرني وګړي ونيول شول.

 چارواکو هغه مهال ويلي و چې يو نيول شوی کس د اذربايجان او لس نور يې د چچينيا يان دي.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي هم وويل چې دداعش ډله په افغانستان کې شتون لري او هره ورځ افغانان وژني.

ابراهيمي له امنيتي ارګانونو څخه وغوښتل چې په هغو سيمو کې دې  ژر  تر ژره دداعش د ځپلو په موخه ځانګړي عمليات پيل کړي چې هلته دغه ډله شتون لري

د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند بريد جنرال محمد رادمنش د هېواد په ځينو سيمو کې د ناپېژانده بهرنيو وګړو د ځای پرځای کېدو په اړه وويل چې داسې راپورونه شته دي، خو تر اوسه ددې کسانو هويت او ددوی د ځای پرځای کېدو د دقيق ځای په اړه معلومات نه لري.

نوموړي زياته کړه چې د هېواد په شمالي او ختيځو ولايتونو کې ددولت د وسله والو مخالفو ډلو په ځانګړې توګه داعش د ځپلو په موخه عمليات پيل شوي دي او د يادو شويو ډلو تر ځپلو به دوام وکړي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement