ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د هېواد ځينو سيمو کې د ناپېژانده بهرنيو وګړو کورنۍ ځای پرځای شوې دي “

“د هېواد ځينو سيمو کې د ناپېژانده بهرنيو وګړو کورنۍ ځای پرځای شوې دي “

author avatar
13 Dec 2017 - 18:24
“د هېواد ځينو سيمو کې د ناپېژانده بهرنيو وګړو کورنۍ ځای پرځای شوې دي “
author avatar
13 Dec 2017 - 18:24

کابل(پژواک،۲۲ليندۍ۹۶): د ولسي جرګې ځينې غړي وايي چې د هېواد په ځينوشمالي او ختيځو ولايتونو کې يو شمېر ناپېژانده بهرنيو وګړو کورنۍ ځای پرځای شوې دي او د داعش ډلې تر چتر لاندې يې دولت ضد فعاليتونه پيل کړي دي.

په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازي مولوي عبدالرحمن رحماني د يادې شوې جرګې په نننۍ غونډه کې د جزيياتو له ورکولو پرته وويل:" له اروپايي هېوادونو څخه افغانستان ته نا پېژانده بهرنيان راغلي، په شمالي او ختيځو ولايتونو کې ځای پرځای شوي او د ورانکارو او ترهګريزو فعاليتونو يې لاس پورې کړی دی. "

هغه زياته کړه چې دغه کسان د داعش ډلې په چوکاټ کې په ننګرهار، جوزجان، فارياب او سرپل ولايتونو کې فعاليت کوي چې حکومت او نړيواله ټولنه يې بايد مخه ونيسي.

رحماني وويل ، نه پوهېږي چې دغه کسان له کومې لارې او څه ډول افغانستان ته راغلي دي.

په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازي زلمي مجددي هم د رحماني خبرې تاييد کړې او ويې ويل چې يوشمېر بهرني وګړي له خپلو کورنيو سره يوځای په ځينو ولاينو کې ځای پرځای شوي دي او دداعش ډلې ته ځوانان  جذبوي.

هغه زياته کړه :" داسې راپورونه شته چې د امريکايي ځواکونو په چوکاټ کې افغانستان ته د اسراييلو د استخباراتو اړوند کسان راځي او ان د اسراييلو استخبارات په افغانستان کې د داعش ډلې د تجهيز او تمويل مسووليت پرغاړه لري."

هغه په دې اړه نور جزييات په ډاګه نه کړل خو ويې ويل:" همدا اوس امريکايان له وېزې پرته افغانستان ته راځي او څوک نشته چې له دوی څخه پوښتنه وکړي، موږ نه پوهېږو چې دا رښتيا هم امريکايان دي او يا د دوی په منځ کې نور کسان په سيمه کې د استخباراتي موخو لپاره افغانستان ته راځي. "

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ، ملي امنيت شورا او بهرنيو چارو وزارت له مطبوعاتي دفترونو سره خبرې وکړي، خو له دوی سره اړيکه ونه نيول شوه.

د ولسي جرګې يوشمېر نورو غړيو هم وويل چې داعش ډله په شمالي او ختيځو ولايتونو کې کسان جذبوي او که مخه يې ونه نيول شي، راتلونکې پسرلي کې به ستونزې رامنځ ته کړي.

 دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې په لوګر ولايت کې د امنيتي ځواکونو له خوا د درې مېرمنو او څلورو ماشومانو په ګډون ۱۱بهرني وګړي ونيول شول.

 چارواکو هغه مهال ويلي و چې يو نيول شوی کس د اذربايجان او لس نور يې د چچينيا يان دي.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي هم وويل چې دداعش ډله په افغانستان کې شتون لري او هره ورځ افغانان وژني.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.