د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

عبدالله: د ټاکنو په مقدماتي او لومړنيو چارو کې ځنډ د منلو وړ نه دى

عبدالله: د ټاکنو په مقدماتي او لومړنيو چارو کې ځنډ د منلو وړ نه دى

Dec 13, 2017 - 19:37

 

کابل (پژواک، ٢٢ ليندۍ ٩٦): د حکومت اجرائيه مشر پر خپل وخت د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو پر ترسره کولو ټينګار کړى او وايي، د ټاکنو په لړۍ کې ټول ښکېل بنسټونه بايد په منظمه توګه د رڼو، عادلانه او پر خپل وخت د ترسره کېدونکو ټاکنو لپاره هلې ځلې وکړي.

د ملي يووالي حکومت اجرائيه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله نن د "سياسي ګوندونو کې د ښځو پياوړتيا" تر عنوان لاندې ناسته کې وويل، چې د ټاکنو خپلواک کميسيون ستونزمن پړاو شا ته پرېښى دى.

هغه زياته کړه: "زه په دې کې هم شک نه لرم، چې يو ډول بې باوري او دغه راز په ځينو ځايونو کې تر يوه بريده بې پروايي او پر يوه بل د ملامتۍ اچول تر سترګو کېږي چې دا کار به له موږ سره مرسته ونه کړي، مهمه دا ده چې ټول د عادلانه او رڼو ټاکنو لپاره مرسته وکړو او هيله لرم، چې له دې وروسته د ټاکنو په مقدماتي چارو کې ځنډ رامنځته نه شي."

نوموړي، د ټاکنو خپلواک کميسيون د يوه کمېشنر کمښت ته په اشارې سره هيله څرګنده کړه، چې ډېر ژر به يو نوى غړى کميسيون ته ور وپېژندل شي.

د حکومت اجرائيه مشر په ټاکنو کې له ښکېلو بنسټونو وغوښتل، چې په منظم ډول د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو ترسره کولو لپاره هلې ځلې  وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو خپلواک کميسيون غړو پرون په خبري ناسته کې حکومت د ټاکنو ترسره کولو برخه کې پر کم کارۍ تورن کړ او ويې ويل، که چېرې حکومت ياد کميسيون ته مالي سرچينې برابرې کړي او امنيت ټينګ کړي؛ ټاکنې به په خپل ټاکل شوي وخت ترسره شي.

بلخوا اجرائيه مشر په نننۍ ناسته کې وويل، له بده مرغه په تېرو ١٦ کلونو کې هغه څه چې بايد د ښځو د ونډې اخيستو په برخه کې ترسره شوى وى، نه دي ترسره شوي.

نوموړي په ټولنه کې د ښځو رول مهم وباله او ويې ويل، ښځې په خپلو وړتياوو سره په ټاکنو کې نفوذ ترلاسه کولى شي، خو سياسي تجربو ښودلې، هغه ګوندونه چې د ښځو پرمختګ برخې ته پاملرنه نه کوي؛ وروسته کارونه يې ښه نه وي.

عبدالله په سياسي ګوندونو کې د ښځو پر رول ټينګار وکړ او ويې ويل: "سياسي چاپېريال تر ډېره د ښځو د فعاليت په برخه کې محدوديتونه لري؛ خو زه دا ژمنه کوم چې په پام کې نيول شوو ملي پروګرامونو کې به د ښځو لپاره د فعاليتونو فضا او زمينه برابره کړو."

د ټاکنو خپلواک کميسيون سرپرستې او عملياتي مرستيالې وسيمې بادغيسۍ د ټاکنو له لړۍ د ښځو ملاتړ مهم و باله او ويې ويل؛ چې له ښځو بايد ملاتړ وشي.

هغې د دې خبرې په څرګندولو سره چې د ټاکنو خپلواک کميسيون له ٧ غړو يې دوه ښځې دي، وويل چې هڅه کوي د ولايتونو پر ٢٤ ټاکنيزو بستونو هم با ظرفيته ښځې په دندو وګوماري.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فيفا) اجرايي مشر يوسف رشيد هم په سياست کې د ښځو مشارکت مهم وباله او ويې ويل، له بده اوسمهال په سياسي ګوندونو کې د ښځو رول سمبوليک دى.

هغه وويل: "اوسمهال د سياسي ګوندونو په مشرتابه کې ښځې نه تر سترګو کېږي، سياسي ګوندونه بايد د خپل ګوند د پراخ بنسټ توب لپاره د ګوند په مشرتابه کې باظرفيته ښځې ولري."

بلخوا رشيد د ټاکنو له خپلوا کميسيون او حکومت وغوښتل، چې د ټاکنو ترسره کولو لپاره ټاکلې مودې ته ډېره پاملرنه وکړي.

د مدني ټولنې په برخه کې د ولسمشر سلاکارې عادلې بهرام هم وويل، چې د ښځو شتون سياسي ګوندونو ته پياوړتيا وربښي او سياسي ګوندونه بايد د ښځو ونډه ډېره کړي.

هغې څرګنده کړه: "د حکومت د استازې په توګه به سياسي ګوندونو کې د ښځو د رول لوبولو لپاره ډېرې هلې ځلې وکړي."

د ښځو چارو وزارت مرستيالې سپوږمۍ وردګ د دې خبرې په څرګندولو سره چې د هېواد ٥٠ سلنه نفوس ښځې جوړوي، وويل چې ډېر د خواشينۍ ځاى دى چې په ځينو ولسواليو کې د کانديديدو لپاره يوه ښځه شتون نه لري.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement