ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له پاکستانه راغلي ټېلر موټر کې ۱۵۲ ميله وسلې ونيول شوې

له پاکستانه راغلي ټېلر موټر کې ۱۵۲ ميله وسلې ونيول شوې

author avatar
13 Dec 2017 - 16:09
له پاکستانه راغلي ټېلر موټر کې ۱۵۲ ميله وسلې ونيول شوې
author avatar
13 Dec 2017 - 16:09

جلال اباد (پژواک، ۲۲ ليندۍ ۹۶): د ننګرهار د ملي امنيت رياست مسوولينو له پاکستان څخه وارد شوي د سمنټو په يوه ټېلر موټر کې بار ۱۵۲ ميله وسلې او زرګونه فيره مرمۍ کشف او تر لاسه کړې دي.

يادې وسلې او مهمات د ليندۍ په ۲۲مه د ملي امنيت رياست په انګړ کې خبريالانو ته هم ور وښودل شول.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل،دغه وسلې او مهمات تېره شپه د جلال اباد – تورخم پر لويه لاره د بهسودو ولسوالۍ اړوند نوي ګمرک سيمه کې د ملي امنيت مسوولينو تر لاسه کړې دي.

هغه زياته کړه، په ياد موټر کې سمنټ بار وو او وسلې يې په ډېر مهارت سره په سمنټو کې پټې کړې وې.

د نوموړي په وينا، په ټېلر کې ۱۵۲ بېلابېل ډوله وسلې او ۳۵ زره او ۳۲۵ فيره مختلف النوع مرمۍ بار شوې وې.

خوږياڼى وايي، دغه وسلې جلال اباد کې وسله والو مخالفينو ته لېږدول کېدې او بيا يې غوښتل چې د تخريبي کړنو په موخه يې په ښار او ولسواليو کې پر خپلو غړو ووېشي.

هغه وويل، د يادو وسلو په تړاو څوک نه دي نيول شوي؛ خو امنيتي مسوولينو يې د نيولو هڅې پيل کړې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.