ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې ۲۶ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

ننګرهار کې ۲۶ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
13 Dec 2017 - 10:57
ننګرهار کې ۲۶ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
13 Dec 2017 - 10:57

جلال اباد (پژواک، ۲۲ ليندۍ ۹۶): په ختيځ کې د ملي اردو چارواکي وايي چې د ننګرهار ولايت خوږياڼو او اچين ولسواليو کې د عملياتو او هوايي بريدونو پرمهال ۲۶ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د چارواکو په وينا، دغه عمليات او بريدونه په تېرو څلرويشت ساعتونو کې د خوږياڼو او اچين په مختلفو سيمو کې ترسره شوي دي.

په ختېځ زون کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن شيرين اقا فقيري د ليندۍ په ۲۲مه پژواک اژانس ته وويل چې د خوږياڼو ولسوالۍ د وزيرو تنګي په سيمه کې د داعش او طالب وسله والو د ځپلو په موخه يې د سيلاب څلور نمبر ۹ په نوم چاڼيز او جګړه ييز عمليات پيل کړي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه عمليات د څلورمې پلې لوا په مشرۍ د سرحدي، ملي او عامه نظم پوليسو او ملي امنيت منسوبينو له لوري پيل شوي دي.

دی وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې ددغو عملياتو په ترڅ کې له داعش وسله والو د پاپا کلى، زنګانې او بالوخېلو سيمې نيولي او دغه راز يې هغوی ته مرګ ژوبله هم اړولې ده.

جګړن فقيري زياته کړه چې د عملياتو پرمهال د عمرو په نوم د داعش ډلې د يو قوماندان په ګډون ۱۰ وسله وال وژل شوي او د کتب الموت قطع په نوم د دغې ډلې د دوو خاصو کسانو په ګډون ۱۳ وسله وال ټپيان شوي دي.

هغه دا هم وويل چې د عملياتو پرمهال د داعش ډلې دوه ميله وسله او لس کړۍ ماينونه هم د دوی لاسته ورغلي او يو شمېر وسلې او مهمات يې له منځه وړل شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، د اچين ولسوالۍ په باندر سيمه کې د هوايي بريد له امله درې وسله وال وژل شوي دي.

په ختېځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول په دې اړه پژواک ته وويل چې دا بريد پرون ناوخته د داعش ډلې پر يو پټنځای شوی دی.

داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.