هرات(پژواک، ٢٢ ليندۍ ٩٦): د هرات پوليس وايي چې په دغه ولايت کې يو کوچنى ماشوم له سړي تښتوونکو را خوشي شوى او په تړاو يې يوه ښځه او يو نارينه نيول شوي دي.
د هرات امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده وويل چې سړي تښتوونکو يو څلور کلن ماشوم پرون د هرات ښار له لومړۍ ناحيې څخه تښتولى و چې د پوليسو له لټون وروسته تېره شپه د هرات په زمان جان څلور لارې سيمه کې وژغورل شو.
هغه زياته کړه چې ددې پېښې په تړاو يوه ښځه او يو نارينه نيول شوي او د لا زياتو څېړنو په موخه کشفي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
د هرات پوليس همدارنګه وايي چې دوه تنه يې د وسله والو غلاوو په تور نيولي دي.
د هرات امنيې قوماندانۍ وياند وويل چې دواړه کسان تېره ورځ د هرات ښار د شپږمې امنيتي حوزې د پوليسو له لوري له يو ميل تومانچې، برچې او يوه انداز الکولي مشروباطو سره نيول شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن