ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سالنګ لويه لاره د ټېلري موټرو پر مخ وتړل شوه

د سالنګ لويه لاره د ټېلري موټرو پر مخ وتړل شوه

author avatar
14 Dec 2017 - 11:40
د سالنګ لويه لاره د ټېلري موټرو پر مخ وتړل شوه
author avatar
14 Dec 2017 - 11:40

چاريکار(پژواک، ۲۳ ليندۍ ۹۶): د سالنګ لويه لاره چې د هېواد پلازمېنه له شمالي ولايتونو سره نښلوي، نن سهار شپږ بجې د واورې ورېدو له امله د ټېلري موټرو پر مخ تړل شوې ده.

یاده لاره چې ۲،۷ کيلومتره اوږد تونل لري، د پروان او بغلان ولايتونو تر منځ، د هندوکش په لوړو غرونو کې تېره شوې ده.

د سالنګ د ساتنې او مراقبت مشر ډګر جنرال محمد رجب پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه په سوېلي سالنګ کې ۴۵ سانتي متره او په شمالي سالنګ کې ۲۵سانتي واوره شوې ده.

هغه وايي چې دغه لاره له همدې امله  نن سهار ۶:۰۰ بجې د (۱۲فټه) ټيلري موټرو پر مخ تړل شوې؛ ځکه چې ياد موټر د واورې له امله په پېچومو کې په اسانۍ سره نه شي تاوېدى او د لارې بندېدو لامل ګرځي.

نوموړي وويل چې ټېلر موټر د بغلان ولايت په خنجان ولسوالۍ او د پروان ولايت د جبل السراج ولسوالۍ په "پشت سرخ" سيمه کې درول شوي دي.

د هغه په وينا، اټکل شوی چې په سالنګونو کې د واورې ورېدل به چې لا هم دوام لري، د ليندۍ مياشتې د ۲۴مې نېټې د سهار تر شپږو بجو پورې  دوام وکړي.

هغه وايي د سالنګ لاره به د واورې  ورښت تر درېدو پورې تړلې وي.

په ژمي کې پر دې لاره تګ له خطرونو خالي نه وي.

د ۱۳۸۸ کال په سلواغې مياشت کې په سوېلي سالنګ کې د باد او واورې ښويېدو له امله کابو ۱۷۰ کسان مړه او ۱۲۵ نور ټپيان شوي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.